1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ارشاد شریف د قتل قضېې ته یو نظارتي پلاوی ټاکلی

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د پاکستان سوپریم کورت د سه شنبې په ورځ وویل چې د پنځو قاضیانو څخه جوړ یو پلاوی ېې ټاکلی تر څو په کنیا کې په ډزو د یوه وژل شوي پاکستاني ژورنالیست د قتل قضېې له تحقیقاتو نظارت وکړي.

ارشاد شریف
ارشاد شریفانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د تحقیقاتو فدرالي (اف آی اې) ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې محکمې د کنیا له خارجه وزارت څخه د قتل قضېې اړوند د لومړنیو ځوابونو غوښتنه کړې ده.

د وژل شوي پاکستاني ژورنالیست ارشاد شریف دغه قضیه د محکمې له خوا په داوطلبانه توګه مطرح شوې ده. ياد پاکستانی ژورنالیست په اکتوبر میاشت کې د کنیا په پایتخت نایروبي کې په ډزو ووژل شو.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب