پاکستان د اسامه بن لادن په پېژندنه کې ښکیل ډاکټر نه آزادوي
۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبه
پاکستاني چارواکو یو وار بیا ټینګار کړی چي، هغه ډاکتر به آزاد نه کړي چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن د ځای په موندلو کې مرسته کړې وه. دوی ويلي دي چي هغه به امریکا ته هم و نه سپاري.
پاکستان پر افریدي باندي د واکسین په پلمه د اسامه بن لادن د «دي ان اې» په ترلاسه کولو او بیا د امریکا استخباراتي سازمان «سي آی اې» ته د هغه په سپارلو تورن کړی دی. امریکایانو د همدې معلوماتو له مخې ځان ډاډه کړ چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد کې اوسیږي او د هغه د وژلو په موخه یې عملیات پلان کړل.
افریدی د اسامه بن لادن تر وژل کیدو لږ وروسته د چارواکو له خوا ونیول شو او ورباندي له یاغیانو سره د اړیکه لرلو تور ولګول شو. افریدي دغه تورونه رد کړي دي.
د دیلي ټایمز ورځپاڼې، د پاکستان د عدلیې وزیر زاهد حمید، په حواله لیکلي دي: «قانون خپل کار کوي او افریدی به د یوې عادلانه محکمې ښه چانس ولري.»
حمید دغه خبري د خپل هیواد د پارلمان هغو غړو ته کړې دي چې دی یې د داسې رپوټو په اړه د ځواب ویلو په موخه غوښتی وو چې ګواکي پاکستان غواړي ډاکټر افریدی آزاد کړي.
د پاکستان د عدلیې وزیر زیاته کړې ده: «افریدي د قانون او زموږ د ملي ګټو خلاف کار کړی دی. د پاکستان حکومت په وارو وار امریکا متحدو ایالاتو ته ویلي دي چې زموږ د قانون له مخې هغه یو جرم کړی دی او باید قانون ته غاړه کښېږدي.»