پاکستان د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه رابللې
۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبه![Pakistan Außenministerium in Islamabad](https://static.dw.com/image/41995375_800.webp)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر۸) په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دغه آنلاین غونډه کې به د چین، ایران، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان هیوادونو استازي ګډون ولري.
ویل شوي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به د دغې غونډې مشري وکړي چې هدف یې «د سوله ایز او با ثباته افغانستان د مشترک هدف له پاره په ګډه کار کول دي، چې د غښتلي اقتصادي اړیکو د رامنځ ته کیدو له پاره اړین دی.»
د پاکستان له لوري دا غونډه په داسې وخت کې رابلل کیږي چې طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلانه کړه کومه چې د دغه ډلې له سابقه لرونکو کسانو جوړه ده. په کابینه کې ښځي نه شته. طالبانو دا هم نه دي ویلي چې سرپرسته کابینه به د څومره مودې له پاره کار کوي.
تر اوسه پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د اعلان شوې سرپرستې کابینې په هکله کومه تبصره نه ده کړې.