1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان سره خپل يو سرحد وتاړه

۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبه

پاکستاني چارواکو نن يکشنبې وويل، چې دغه هيواد د افغانستان سره له خپلو دوو سرحدونو څخه يو يې د يوې اوونۍ له پاره وتاړه. د دغه اقدام دليل ظاهرأ د کرونا ويروس د خپريدو څخه مخنيوی ښودل شوی دی.

Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د فرانسې خبري آژانس له اسلام آباده ليکي چې دغه اعلان يوه ورځ وروسته له هغې کيږي چې په پاکستان کې د کرونا ويروس دوه نوې پيښې ثبت شوې او دې سره په دغه هیواد کې پر کرونا ويروس د مبتلا کسانو شمير څلورو ته ورسيد.

چارواکو ويلي دي چې د چمن/سپين بولدک سرحد به د يکشنبې له ورځې(د مارچ لومړۍ نيټه)  وتړل شي، خو د تورخم دروازه به په خپل حال کي پرانیستې پاتې وي.

ايران او چين په سيمه کې هغه دوه هیوادونه دي چې د کرونا ويروس پر وړاندې سخته مبارزه کوي.

د فرانسې خبري آژانس زياتوي چې پاکستان له دې بابته بيره لري، چې آیا د دغې ساري ناروغۍ په وړاندې به د مقابلې توان ولري که نه.

پاکستان په عين وخت کې ايران ته خپل ټول پروازونه په تعويق اچولي او له دغه هيواد سره يې خپل سرحدونه هم تړلي دي.

په ټوله نړۍ کې تراوسه پورې له ۸۳ زرو څخه ډير انسانان د کرونا د نوي ويروس پر نارغۍ مبتلا شوي چې څه باندې ۲۹۰۰ کسان يې مړه کړي دي. په دغه ويروس باندې تر ټولو ډير کسان په چين کې چې د کرونا ويروس د پيدايښت ځای دی، مبتلا او مړه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ارقام د هرې ورځ په تيريدو سره لوړيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب