1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قریشي: د اسلامي همکاريو سازمان باید افغانستان سره مرسته وکړي

۱۴۰۰ آذر ۹, سه‌شنبه

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د بشري بحران احتمال ته په کتو سره د خبرو اترو له پاره د اسلامي همکاريو سازمان د يوې غونډې د کورب وړانديز کړی دی. پاکستان وايي دغه سازمان باید افغانانو سره د مرستې په موخه ګامونه پورته کړي.

Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshi
انځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د پاکستان خارجه وزیر، شاه محمود قریشي په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دغې غونډې د کوربتوب وړانديز يې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ته د راتلونکې مياشتې له پاره کړی دی.

د رپوټونو په حواله د ملګرو ملتونو سازمان تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو د نړۍ په سطحه د تر ټولو سخت بشري وضعيت لرونکي هیواد په توګه خبرداری ورکړی او قریشي ويلي دي د اسلامي همکاريو سازمان «باید زموږ افغان ورورنو سره د مرستې له پاره ګام پورته کړي.»

قریشي په دغه اعلاميه کې زیاته کړې: «موږ باید د افغانستان د خلکو بشري اړتیاو د کمولو له پاره ګډې هلې ځلې وکړو.»

دا به په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته د افغانستان په اړه تر ټولو لویه نړیواله غونډه وي.

له افغانستان څخه د امريکايي قواو تر وتلو او د طالبانو په راتلو سره د افغانستان څه باندې نيمايي نفوس د غذايي مواد له شديد کمښت سره مخ دي.

په افغانستان کې اوږد سوړ او سخت ژمي، د لا ډيرې لوږې او مهاجرتونو په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

افغانستان پر بهرنیو مرستو متکی هیواد دی. خو نړيواله ټولنه اوس دغه هیواد سره د خپلو مرستندويه پروګرامونو د تمويل په برخه کې محتاطانه عمل کوي او هغه په دې دلیل، چې فکر کوي د افغانستان نوي حاکمان یا طالبان له تروريستي ډلو سره ارتباطات لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب