1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغان مهاجرو د پاته کېدو ميعاد زيات کړ

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۹, جمعه

د پاکستان حکومت د افغان مهاجرو د پاته کېدو ميعاد د ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتي پوري تمديد کړی دی. په دې توګه افغان مهاجرو ته درې مياشتي نور وخت ورکول سوی دی.

Afghanistan Khost Flüchtlingslager Flüchtlinge aus Wasiristan
انځور: DW/N. Matoonwal

د پاکستان حکومت د تقريبا يونيم مليون افغان مهاجرو له پاره د پاته کېدو په ميعاد کي د درو نورو مياشتو وخت اضافه کړی دی. په دې توګه نو ثبت سوي افغان مهاجر کولای سي چي د ۲۰۱۷ کال د مارچ مياشتي تر پای پوري په قانوني توګه په پاکستان کي پاته سي.

د دې څخه ترمخه افغان مهاجرو ته ميعاد ټاکل سوی ؤ چي د روان مېلادي کال تر پای پوري له پاکستان څخه ووزي. د جمعې په ورځ د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف له دفتر څخه يوه اعلاميه خپره سوه.

د لومړي وزير نوازشريف په دغه اعلاميه کي راغلي چي د افغان مهاجرو د بېرته افغانستان ته ستنېدو پروسه بايد په داسي يوه توګه پر مخ ولاړه سي چي منفي تاثر رامنځ ته نه کړي.

اټکل کيږي چي د پاکستان حکومت په دې توګه د تنقيدونو په وړاندي په غبرګون کي دغه پرېکړه کړې ده. دا په داسي حال کي چي ملګري ملتونه اټکل کوي چي د روان مېلادي کال تر پای پوري به ۶۲۰ زره افغان مهاجر له پاکستان څخه بېرته خپل پلرني هيواد افغانستان ته ستانه سي.

د دې څخه تر مخه ملګرو ملتونو ويلي ول چي هره ورځ تقريبا ۵۰۰۰ افغان مهاجر له پاکستان څخه افغانستان ته ستنيږي. دا په داسي حال کي چي د افغانستان حکومت په دومره لوړ شمېر د بېرته ستنېدونکو د ځای پر ځای کولو او ادغام له پاره چمتو والی او امکانات نه لري.

مرستندويه سازمانونه وايي چي دغه نه چمتو والی او د مهاجرو زيات شمېر د مهاجرو د مړينو لامل ګرځېدلای سي. ولي چي ژمۍ د راتګ په حال کي دی او په زياته بيا ماشومان او شيرخواران د سخت ګواښ سره مخامخ دي. د دې تر څنګ مرستندويان وايي چي راتلونکو مهاجرو ته د خوراکي توکو رسول هم له خنډونو سره مخامخ دی.

د ۲۰۱۴ کال په آخر کي په پاکستان کي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په توجيه افغان کډوالو ته وويل چي له پاکستان څخه ووزي. د هغه راهيسي مرستندويه ټولنې او ملګري ملتونه وايي چي په پاکستان کي د افغان مهاجرو پر ضد د سختو تيريو راپورونه ورته رسېدلي دي.

پاکستان د څو لسيزو راهيسي تقريبا دوه نيم مليون افغان مهاجرو ته ځای ورکړی چي په نړۍ کي د يو هيواد له خوا دا يو له تر ټولو لوی د مهاجرو شمېر دی. پاکستان د افغان مهاجرو له پاره له بهر څخه ډېره مرسته هم نه ترلاسه کوي. زياتره وختونه هغه مرستي چي نړيوالو يې ژمنه کړې، پاکستان ته نه دي ورکول سوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.08.2016):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب