پاکستان د افغان کډوالو د نیولو لپاره ځانګړې قطعې جوړې کړي
۱۴۰۴ آبان ۲۴, شنبه
د پاکستان "ډان" ورځپاڼې نن شنبه (د ۲۰۲۵ کال د نوامبر ۱۵مه) د رسمي سرچینو له قوله لیکلي چې د پولیسو دغې چارې ته په سمه توگه د نه رسیدلو له امله د راولپنډۍ د پولیسو چارواکو یو ځانګړی واحد جوړ کړ، څو هغه افغان اتباع ونیسي چې بېله اسنادو په دې سیمه کې مېشت دي.
د سرچینو په وینا، دا ځانګړې ډله د ۱۳ ټیمونو څخه جوړه ده، چې په هر ټیم کې څلور پولیس، یو پلټونکی او د ترهګرۍ ضد ادارې، امنیتي برخې او د ساحوي کارکوونکو یو یو استازی شامل دی.
د راولپنډۍ د پولیسو د عملیاتو لوړپوړي مشر ویلي: «د پاکستان د حکومت د لارښوونو مطابق، د بې اسنادو افغان مهاجرینو پر ضد د پولیسو عملیات روان دي، خو فعالیت یې د مایوسۍ وړ و. له همدې امله، پولیسو یوه ځانګړې ډله جوړه کړې چې هره ورځ د ناقانونه افغان اتباعو د نیولو او د ساتنې مرکزونو ته د لېږدولو دنده ترسره کړي.»
په راپور کې راغلي چې چارواکو دستور ورکړی چې د دې ټیمونو غړو ته نورې دندې ور نه کړل شي.
د عملیاتو پیلول
ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې په تېرو دوو ورځو کې د راولپنډۍ پولیسو د ځانګړي واحد، د جرمونو ضد پولیسو او ښار ترافیک پولیسو سره یو ځای د افغان مهاجرینو د نیولو کشفي عملیات پیل کړي دي.
پولیسو د جمعې په ورځ په بېلابېلو سیمو کې د پلټنې عملیات ترسره کړي چې هغه کې د ۱۱۱۳ کورونه، ۳۳۶ دوکانونه، ۴۹ هوتلونه، دوه مېلمستونونه او د ۱۵۲۳ کسان شامل دي.
په نتیجه کې، تر اوسه ۹۲ بې اسنادو افغان مهاجرین نیول شوي دي، او له بلې خوا د هغو د کور مالکانو پر ضد اته قضیې ثبت شوې چې د خپلو کرایه ورکونکو اشخاصو نومونه یې په پولیسو کې نه ول ثبت کړي.
د پاکستان او ایران لخوا د افغان مهاجرینو د شړلو شدت
له دې سره هممهاله، د طالبانو د کډوالو د ستونزو د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی چې پاکستان یوازې د جمعې په ورځ څه د پاسه ۸۶۴۲ افغان مهاجرین ایستلي دي.
د دې کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۱۹۱ کسان له ایران څخه هم په جبري او اختیاري ډولافغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد مهاجرین د تورخم، سپین بولدک، پل ابریشم او اسلامقلعه له پولو هېواد ته داخل شوي دي.
له هغه وروسته چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پولې نښتې وشوې او په پاکستان کې وروستي ځانمرګي بریدونه ترسره شول، د دغه هېواد پولیسو د افغان مهاجرینو د نیولو او جبري ایستلو بهیر سخت کړی دی. ډېری افغانان د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې پاکستان ته تللي وو.