1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د امنيتي ځواکونو پر مرکز په بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ آذر ۲۱, سه‌شنبه

په دېره اسماعيل خان کې ځايي چارواکو ويلي دي چې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز په ځانمرګي بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. ويل کيږي چې د پاکستان تحريک طالبان سره تړاو لرونکو وسله والو د دې بريد پړه منلې ده.

آرشيف انځور: په ډېره اسماعيل خان کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده
آرشيف انځور: په ډېره اسماعيل خان کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې دهانځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

اسوشېتيد پريس خبري آژانس د يوه پاکستان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، له قوله خبر ورکړی دی چې دغه بريد د افغانستان پولي ته څيرمه په دېره اسماعيل خان سيمه کې د سه شنبه په سهار (۲۰۲۳م کال د دسمبر ۱۲) شوی دی.

په لومړي سر کې د سيمې د پوليسو يوه چارواکي کمال خان، ويلي ول چې ځانمرګي بريدګر خپل په چاوديدونکو توکو بار موټر ته د پوليسو د دغه ودانۍ په مرکزي دروازه کې چاودنه ورکړې ده چې ۶ پوليس افسران پکې وژل شوي او ۲۵ نور کسان پکې ټپيان شوي دي.

کمال خان وويل چې يو څو وسله والو ‌ډزې هم پېل کړې چې بيا د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ تر درې ساعته نښتې وروسته بريد کوونکي ووژل شول.

زياته شوې چې يو شمير افسران په ډېر ناوړه روغتيايي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

پخلاینه: آیا د پاکستان ضد ډلې په افغانستان کې فعالیت لري؟

28:52

This browser does not support the video element.

د فرانسې خبري آژانس بيا د يوه رپوټ په ترڅ کې ويلي دي چې د پوځ پر يوه مرکز په دې بريد کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي دي او پړه يې د پاکستاني طالبانو سره وابسته وسله والو منلې ده.

يوه سيمه ایز چارواکي چې نه يې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ويلي: «ډېری افسران په داسې حال کې وژل شوي چې هغوی ويده ول او په ملکي لباس کې ول. له همدې کبله موږ لا نه پوهيږو چې آیا هغوی پوځي پرسونل دي او که نه.»

د «پاکستان تحريک جهاد»  په نوم ډلې چې دپاکستاني طالبانو سره وابسته ډله ده، ويلي دي چې تر هغه د مخه چې پر ودانۍ ډله ایز بريد وشي، د شپې دوې نیمې بجې د يوه جنګيالي په «اشتهادي بريد» سره حمله پېل شوه.

خيبر پښتونخوا له اوږدې مودې راهېسې دپاکستان تحريک طالبان ډلې يا «ټي ټي پي» قوي سنګر بلل کیږي. په دې ايالت کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي دي چې يو شمير خونړي بريدونه هم پکې شامل دي.

په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې هغه وخت لږ تر لږه ۱۰۱ کسان ووژل شول چې يوه ځانمرګي بريد ګر د پوليس لاينز يا پوليسو د مرکز په يوه مسجد کې چاودنه وکړه.

د ډيره اسماعيل خان سیمه چې نننۍ بريد پکې شوی دی، جنوبي وزيرستان ته چې د وسله والو يو پوخ سنګر وو، پرته ده. د پاکستان پوځ بيا په ۲۰۱۴م کال کې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي تر بريد وروسته چې تر ۱۵۰ ډېر کسان چې زياتره یې د ښوونځي زده کوونکي ول، ووژل شول، د وسله والو پر ضد پراخ عمليات وکړل.

ب. ص/ ن. ز (APP, ap)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل