پاکستان: د اټومي خولۍ ليږدونکی توغندی بريالۍ ازموينه مو کړې
۱۳۹۰ فروردین ۳۰, سهشنبهد پاکستان پوځ په خپله يوه خبر پاڼه کي ويلي چي د «حطف ۹» توغندۍ « کولای سي په بريالۍ توگه تر ۴۰ کيلومتره واټن پوري اټومي وسلې هم له ځان سره و ليږدوي.»
خبرپاڼه زياتوي چي:«دا توغندی ستراتيژيکو پروګرامونو ته د لا ودي ورکولو لپاره جوړ سوی.»، او « دغه سيستم په بيړني حالت کي د خطر د مخ نيوی جوګه دی.»
هند او پاکستان په سهيلي آسيا کي سره رقيبان دي چي تر اوسه پوري يې د کشمير پر سر درې ځله جګړې هم کړي. د ۱۹۹۸ کال را په دېخوا کله چي دواړه هيوادونه د اټومي وسلو خاوندان سوي، په عادي توګه داسي تجربې کړي دي.
د پاکستان د وسلو جوړولو فابريکې پر خپلو د لنډ، منځني او ليري واټن ويشتونکو توغنديو باندي د اسلامي فاتحانو نومونه ايښي دي.
د ۱۹۹۸ م کال د می په مياشت کي پاکستان، هندوستان ته ورته اټومي تجربه کړې وه. په ۲۰۰۲ م کال کي دواړه ګاونډيان د کشمير پر سر اټومي جګړې ته ولاړ وو، خو په ۲۰۰۴ م کال کي بيا دواړو هيوادونو کرار کراره د سولي خبري اتري پيل کړې.
خو د ۲۰۰۸ م کال د نومبر په مياشت کي پر ممبی باندي تروريستي حملې دغه اړيکي يوار بيا وشليدي.
آژانسونه/ سید رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل