1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بلوچستان په مستونګ کې چاودني ۵۲ کسان وژلي

۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

د پاکستان يوه روغتيايي چارواکي وويل چې د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د جمعې ورځې په بمي چاودنه کې ۵۲ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي. چاودنه یو مسجد ته څېرمه د میلاد نبي مراسمو پر مهال شوې ده.

Pakistan Mastung | Selbstmordanschlag
انځور: Video obtained via REUTERS

د جمعې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ېوې ځواکمنې بمي چاودنه درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د مړو شمېر چې په ابتدا کې ۱۳ ښودل شوی وو، تازه رپوټونه د عامې روغتيا د ېوې چارواکي له قوله وايي چې ۵۲ کسان پکې وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

دغه چاودنه د پاکستان د بلوچستان ایالت مستونګ ولسوالۍ کې یو مسجد ته نژدې شوې، چېرته چې شاوخوا ۵۰۰ کسان د اسلام د پیغمبر حضرت محمد د زوکړې ورځې د لمانځنې له پاره راغونډ شوي ول.

پر تلويزیون او ټولنیزو رسنيو تر چاودنې وروسته د پېښې د ځای ويډیوګانې خپرې شوي دي.

د عطاالله په نوم یو چارواکي وويل چې د پېښې ټپيان نژدې روغتونونو ته انتقال شوي چې په هغو کې د یو شمیر روغتیاي وضعیت نازک دی. عطاالله زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې د محمد نواز په نوم یو لوړپوړی پولیس هم شامل دی.

د مستونګ ولسوالۍ د عامې روغتیا مسئول، عبدالرشيد، وويل چې د پېښې اړوند ۳۰ مړي يوه روغتون او ۲۲ نور يو بل روغتون ته انتقال شوي دي.

اسوشتید پریس له کوټې څخه لیکي چې چارواکو تحقیقات پيل کړي تر څو معلومه کړي چې دغه چاودنه د ځای پرځای شوو چاودیدونکو موادو وه او که ځانمرګی بريد شوی دی. تر اوسه د پېښې مسئولیت چا نه دی منلی.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جمعې ورځې دغه خونړۍ پېښه داسې وخت کیږي، چې تر دې یوه ورځ مخکې چارواکو له پولیسو غوښتي ول چې د تیارسۍ په حال کې واوسي او ويلي ېې وو چې اورپکي به په احتمال سره د میلاد نبي د لمانځنو په موخه جوړې شوې غونډې په نخښه کړي.

بلوچستان د پاکستان هغه ایالت دی چې ډېری وخت د وسله والو نښتو او بمي چاودنو رپوټونه ورڅخه ورکول کيږي.

(AP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب