د بې پیلوټه الوتکې برید درې شکمن یاغیان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبهپه پېښه کې یوې بې پیلوټه الوتکې د میرانشا په اصلي مارکیت کې پر یوه پلورنځي باندې دوه توغندي وتوغول. یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د یوه پلورنځي پر لومړۍ پوړ باندې دوه توغندي وتوغول. په دې ترڅ کې لږ تر لږه درې یاغیان ووژل شول.»
په وروستیو کې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو عملیات په ډرامتیک ډول زیات شوي دي. څو ورځې مخکې وویل شول چې د القاعدې دویمه شمیره وګړی هم په همدې عملیاتو کې وژل شوی دﺉ.
په پاکستان کې میشتو یو شمیر نورو چارواکو هم د پنجشنبې د ورځې برید ومنه. تیره ورځ هم د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور کسان وژل شوي ول.
لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې په وژل شوو کسانو کې د القاعدي او یا هم طالبانو کوم لوړ پوړی چارواکی شامل وو او که نه. د سیمې یوه اوسیدونکي د پېښې په اړه ویلي دي:
«کله چې لومړی توغندی پر ودانۍ باندې ولگېد، ما د مرستې له پاره اوازونه واوریدل خو کله چې ما هڅه وکړه هلته ځان ورورسوم، یاغیانو زه ودرولم. کله چې هغوی د ژغورنې کار پیل کړ، بل توغندی هم ولگېد.»
دغه کس د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې تر پېښې وروسته هغه ولیدل چې یاغیانو درې مړي له سیمې څخه انتقال کړل.
په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د اسلام آباد او واشنگټن اړیکې خړې پړې شوي وې، خو د تیر کال د نومبر د میاشتې پر ۲۶مه نیټه د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته دا اړیکي تر خپل وروستي حده ترینگلې شوې. پاکستان له دغې پېښې وروسته د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر وړاندې خپله پوله وتړله.
د مارچ په میاشت کې د پاکستان پارلمان له متحده ایالاتو سره په دې شرط د اړیکو بیرته رغولو ته راضي شو، چې متحده ایالات د پاکستاني سرتیرو د وژلو له امله بخښنه غواړي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د پای ټکی ږدي.
خو متحده ایالاتو نه یوازې دا چې د بخښنې له غوښتلو څخه انکار وکړ بلکې دا وړاندیز ئې هم و نه مانه چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ناټو د ځواکونو له پاره د هرې اکمالاتي لارې پر سر د پخوا په پرتله زیاته مالیه ورکړي. د پاکستان د پارلمان پر غوښتنه سربیره متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته هم دوام ورکړی دئ او وایي چې دا د ترهگرو ډلو د ځپلو له پاره مهم تکتیک دئ.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم