1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ترهګرو د ملاتړ د تور لست لپاره کانديد پاتې شو

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

د مالي اقدام ډلې ویلي چې پاکستان به د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې د ترهګرو د ملاتړ په خړ لست کې او په دې توګه تور لست ته کانديد پاتي شي. پاکستان ته همدا راز خبرداری ورکړل شوی چې اقدامات ونه کړي ښايي تور لست ته داخل شي.

Frankreich Paris | Financial Action Task Force
انځور: DW/S. Shams

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نیټه) د مالي اقدام نړیوالې کاري ډلي یا (FATF) ویلي چې پاکستان به د راتلونکي کال تر فبرورۍ میاشتې پورې د ترهګرو د ملاتړ کوونکو په خړ لست کې پاتې شي. یاد سازمان همدا راز پاکستان ته د پیسو د کنترول په برخه کې د لا اقداماتو کولو خبرداری ورکړی دی.

د مالي اقدام نړیوالې کاري ډلې همدا راز ویلي چې پاکستان باید هغه پلانونه په بشپړه او ښه توګه عملي کړي چې دوی ورباندې له پاکستان سره توافق کړی وو. نوموړي سازمان دغه پریکړه په فراسنه کې تر یوې اونۍ اوږدې کتنې وروسته اعلان کړی دی. په دغه غونډه کې نړیوال مالي سیستمونه او له ترهګرو سازمانونو سره د هیوادونو پر مالي ملاتړ بحثونه کیږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د ماليې وزارت یوه چارواکي پاکستان ته د دې پریکړې د رسمي انتقال پخلی کړی دی. په اوس وخت کې چې د پاکستان اقتصاد له ستونزو سره لاس او ګریوان دی او دغه هیواد د انرژۍ له کمښته سر ټکوي، په دغه خړ لست کې د پاکستان پاتې کیدل یوه ستره ستونزه ده. دا په دې معنی ده چې د بانکونو له لارې پاکستان ته داخلیدونکي او له دغه هیواد څخه نورو هیوادونو ته انتقالیدونکي پیسې تر څار لاندې نیول کیږي چې له کبله یې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ یو اصلي فکترو یعنې بهرنۍ پانګونې له ستونزو سره مخ کیدلی شي.

د پاکستان د مالیې وزیر ویلي چې دوی د یاد سازمان د پلانونو د عملي کولو په برخه کې پرمختګ کړی دی. انځور: AFP/Getty Images/P. J. Richards

د پاکستان د مالیې وزیر حفیظ شیخ بیا تیره اونۍ ادعا کړې وه چې هیواد یې د مالي اقدام د نړیوالې کاري ډلې یا (FATF) د وړاندیزونو په عملي کولو کې ډیر پرمختګ کړی دی. خو د آسیا پاسیفیک ریجین په نامه د دغه سازمان همکار دفتر بیا ویلي چې اسلام آباد د پلانونو کمه برخه عملي کړې او دا چې داسې خطرونه لا هم موجود دي چې [په دغه هیواد کې] د ترهګرو د ملاتړ بهیر له څار څخه پاتې شي.

پاکستان او د دغه هیواد پر پوځ باندې تور لګول کیږي چې دوی د ګاونډي هیواد افغانستان او هندوستان پر وړاندې له نیابتي جنګیالیو ملاتړ کوي. د یاد سازمان له لوري له پاکستان څخه د پیسو د کنترول تر غوښتنې وړاندې، په دې هیواد کې د طالبانو په ګډون د یو شمیر ترهګرو ډلو له لوري د پیسو د را ټولولو په برخه کې شدید محدودیتونه نه تر سترګو کیدل.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل