1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ترهګرې خلاف کې د چین ملاتړې یو

۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د چین د دولتي رسنې په حواله د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د دې خبرې ژمنه کړې چې د ترهګرې پر ضد جګړه کې به له خپل ګاونډي هیواد چین سره ژوره همکاري وکړي.

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداريانځور: AP

دا پداسې حال کې ده چې چینیایي چارواکو ویلي ول، چې په سنکیانګ کې په خونړیو پیښو کې ښکیل کسان په پاکستان کې روزل شوي ول.

 آصف علي زرداري د سې شنبې په ورځ دغه خبرې په سنکیانګ کې د کمونست ګوند مشر، ژانګ چونشیان،  سره په یوه غونډه کې کړي. ولسشمر زرداري د سنکیانګ په مرکز ارمچي کې په یو سوداګرېز نندارتون کې د ګډون په موخه چین ته تللی.

د ، پیپلز ډیلې، ورځپاڼي په حواله زرداري ویلي چې د اسلام آباد د هر رنګه ترهګرې پر ضد دی. دغه بیان کاږي چې زرداري ژانګ ته په خبرو کې ویلي: « پاکستان به د چین سره د ترهګرې په وړاندي جګړه کې لا ډیرې همکارې ولري، او مونږ به په ګډه د ترهګرو ځواکونو پر ضد و جنګیږو.»

د دغه اخبار په حواله په ځواب کې ژانګ ویلي: « ترهګري د انسانیت ګډ دښمن دی، او مونږ په دې برخه کې د پاکستان د مرستې څخه مننه کوو.»

پاکستان او چین د اوږدي مودي راهیسي کلکه ملګرتيا لري، او په نږدې وخت کې د پاکستان د امریکا د متحده ایالاتو سره د اړیکو تر ترینګلې کیدو وروسته نور هم د چین خوا ته ورنږدې شوی دی.

خو اوس چین هم د پاکستان د ثبات په اړه انديښمن دی، پداسې حال کې چین د اسلامي اورپکو پر ضد هلي ځلي کوي، او دا ویره لري چې دغه ډلې په پاکستان کې روزل کیږي.

چین په ديپلوماتیکه او اقتصادي توګه د پاکستان ستر مرسته کوونکې هیواد بلل کیږي. چین پاکستان سره د بنسټیزو جوړښتونو څخه نیولې تر اتومي بټیو او د وسلو په برخه کې مرسته کوي.

د چین سنکیانګ ایالت د پاکستان سره ګډه پوله لري، او د تیرې څه مودې راهیسې دغه سیمه د مذهبي شخړو شاهده پاتې شوي.

تیر کال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي ول، چې دولت د ایغور د بیلتون غوښتونکو یو مشر په پاکستان کې وژلی.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکې: عبدالباري حکیم

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب