پاکستان: د تورونو لګولو لړۍ باید ختمه سي
۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبه![د افغانستان، پاکستان او امريکا استازي](https://static.dw.com/image/6533734_800.webp)
د افغانستان، امریکا او پاکستان امنیتي غوڼډه په داسي حال کي ترسره کیږي چي طالبانو تر بل هر وخت په خپلو بریدونو کي ډیروالی راوستی او د افغانستان او پاکستان اړیکي هم د دغو دواړو هیوادونو تر منځ د توغندیو د تبادلي په سر لا ډیري ترنګلي شوي دي.
افغان ولسمشر د پاکستاني ځواکونو لخوا پر افغانستان د توغندیو توغول په کلکه غندلي. د ولسمشر په وینا د پاکستان له لوری په تیرو دري اونیو کي پولي ته څیرمه شاوخوا 470 راکټونه ورول شوی دی، چی په پایلي کي یي یو شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی.
د بل پلوه پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي چي کیدای شي په سهوي سره ځيني راکټونه د افغانستان په خاوري کي لګیدلي وي. پاکستاني چارواکي وايي چی د دغه هیواد پوڅ هیڅکله هم په قصدي توګه په افغانستان کوم راکټ نه دی توغولی.
د پاکستان په وینا کله چي اورپکي د افغانستان څخه په پاکستاني ځواکونو حملي کوي نو د هغوي په لوري په ځوابی بریدونو کي شاید یو څو راکټه د افغانستان په خاوره لګیدلي وي.
د دغي ګډي غونډي وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیکرتر، سلمان بشیر، یو مطبوعاتي غونډي ته وويل چی افغانستان او پاکستان باید پر یو بل د تورونو لګول بند کړي.
افغان دولت پاکستان په دي تورنوي چي د دوي ځیني کړي د طالب اورپکو سره مرسته کوي او په پاکستان کی پټنځایونه لري.
دا په داسی حال کی ده چی اوس د پاکستان دولت پر افغانستان تور لګوي چي پولي ته څیرمه په خاصه توګه په کنړ ولایت دوی طالبانو ته پناه ورکړي.
که څه هم د افغانستان، پاکستان او امریکا د ګډي غونډي اجنډا د طالبانو سره د روغی جوړي د خبرو په اړه ؤ، خو پر افغانستان د پاکستان د توغندیو بریدونه د دغي غونډي د سر ټکی ؤ.
په همدي حال کي د پاکستان د پوځ له خوا په خپري شوي خبرپاڼي کي راغلي چي د دوشنبی په ورځ په کابل کي د افغانستان، پاکستان او د امریکا د متحده ایالاتو لوړ پوړو پوځي قوماندانانو هم د پولي د وضعیت په اړه یوه غونډه کړی.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش