1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د خوراکي توکو د نه خونديتوب په اړه انديښنې

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د اقتصادي او سیاسي بحران په ډېرېدو سره کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې د غذايي نه خونديتوب کړکیچ نور هم پراخ شي. د يوه رپوټ په حواله د تېر کال سيلابونو وضعیت ډېر پېچلی کړی دی.

پاکستان ته د ۲۰۲۲م کال د سيلابونو پر وخت رسېدلې نړېوالې مرستې
پاکستان ته د ۲۰۲۲م کال د سيلابونو پر وخت رسېدلې نړېوالې مرستېانځور: Mohammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان دوو ادارو؛ د خوړو او کرهڼې اداره (FAO) او د خوړو نړېوال سازمان (WFP) په یو ګډ رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ ېې خپور کړی خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې به د ۲۰۲۳م کال د جون او نومبر مياشتو تر منځ موده کې د غذايي نه خونديتوب وضعیت نهایت سخت حالت ته ورسیږي. په رپوټ کې زياته شوې چې د له اوسني سست نړېوال اقتصاد سره به د پاکستان اقتصاد د عامه پورونو د لوړېدو له کبله لاپسې خراب شوی دی.

ورته نور ولولئ:  چارواکي: عمران خان او مېرمن ېې ممنوع الخروج اعلان شوي

پاکستان د ۲۰۲۳م کال اپرېل او د ۲۰۲۶م کال جون ترمنځ موده کې مکلف دی چې ۷۷نيم ميلیارډه بهرني پورونه بېرته وسپاري، چې دا د ۲۰۲۱م کال د ۳۵۰ ميليارډ ډالرو داخلي ناخالصه توليد ته په کتو په کافي اندازه لوړ رقم دی.

د سياسي بې ثباتۍ رول 

په رپوټ کې ويل شوي چې په پاکستان کې مخ په ډېريدونکي توګه سیاسي کشمکشونه او په اصلاحاتو کې ځنډ راتلل، سبب شوي چې د پیسو نړېوال صندوق له خوا پاکستان ته د پېسو په ورکړه او د دوه اړخیزه شریکانو له خوا په اضافي مرستو کې خنډونه رامنځ ته شي.

ورته نور ولولئ:   چارسده: د اوړو ترلاسه کولو پر وخت ټېل ماټېل مرګ ژوبله اړولې

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د تېرکال سېلابونو د پاکستان د غذايي خونديتوب وضعيت ډېر پيچلی کړی دیانځور: Shahid Saeed Mirza/AFP

د ملګرو ملتونو سازمان د یادو ادارو په رپوټ کې ذکر شوي چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د انتخاباتو ترسره کېدو دمخه د پاکستان په شمال غربي برخه کې د غذایي نه خونديتوب له کبله د سیاسي او امنيتي وضعیت د خرابيدو اندیښنه موجوده ده. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو اسعارو په مقابل کې په بېسارې توګه د پاکستانۍ کلدارۍ له رالوېدو سره د خلکو په عوايدو کې کموالی راغلی او د لومړيو توکو بېې آسمانه ته پورته شوي دي.

له شدید غذايي نه خونديتوب سره مخ افراد

د رپوټ پر اساس، په پاکستان کې د تېرکال سيلابونو دغه وضعیت لاپسې پيچلی کړی دی. د سیلابونو له وجې، پر نورو سيکتورونو سربیره یوازې د پاکستان د کرهڼې سکتور ته د ۳۰ ميليارد پېسو په اندازه زیان ورساوه. د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر او دسمبر میاشتو تر منځ موده کې څه باندې ۸نيم ميلیونه خلک د غذايي خوندیتوب له اړخه اغیزمن شوي ول.

ورته نور ولولئ: اماراتو له پاکستان سره د یو میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې

د ۲۰۲۳م کال له شپږمې مياشتې جون څخه تر يوولسمې میاشتې نومبر پورې د غذایي خونديتوب د وضعیت د احتمالي خرابېدو په هکله ډيره اندېښنه ښودل شوې ده، ځکه چې موجوده اقتصادي او سیاسي بحرانونه د خلکو د خريدارۍ توان تر سخت فشار لاندې راولي او ډيری عام خلک د غذايي موادو او نورو ضروري شیانو د اخیستلو توان له لاسه ورکوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ۲۲ هیوادونو په ۸۱ سیمو کې به د خوراکي موادو احتمالی کمښت لاپسې ډېر شيانځور: SHAHID SAEED MIRZA/AFP

په رپوټ کې ويل شوي چې د تېرکال ویجاړوونکي سيلابونه هم کېدای شي د دغه ترینګلي احتمالی وضعیت لامل وي. دغو سیلابونو د پاکستان د کرهڼې برخې ته لوی زیان ورساوه، د کروندګرو ډېر حاصلات او څاروي له منځه لاړل او د روزګار فرصتونه هم ورسره کم شول.

څه کول په کار دي؟

ورته نور ولولئ: شهباز شریف: هیواد مو د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی

ملګرو ملتونو مشوره ورکړې چې په ملي او ایالتي سطحه دې د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د مبارزې ادارو وړتېاوې لوړې کړل شي. ټينګار شوی چې مالي او د خطر مدیريت دې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د احتمالي پروګرامونو یوه برخه وګرځول شي. په رپوټ کې د موجوده ټولنیزم میکانیزم د تقوېې له پاره د مثال په توګه د «بې نظيرد عوایدو د ملاتړ پروګرام» په څير اقداماتو وړاندیزونه شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ۲۲ هیوادونو په ۸۱ سیمو کې به د خوراکي موادو احتمالی کمښت لاپسې ډېر شي.

افغانستان، نایجريا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن د تر ټولو اغیزمن هیوادونه ښودل شوي، خو په دغه نوملړ کې د نور هیوادونه لکه هايتي، بورکینا فاسو، مالي، سوډان، ايتوپیا، کينیا، کانګو او سوريې نومونه هم شامل دي.

دویچه ويله ا/م.ک.ص./ب.ص.

پر ورته یوه موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب