1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د دوو مذهبي فرقو ترمنځ نښتو کې ۳۵ تنه وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۷, یکشنبه

پاکستاني چاوراکو د یکشنبې په ورځ وويل چې د دغه هېواد په شمال کې د سني او شیعه مذهبه قبیلو تر منځ نښتو کې تر اوسه ۳۵ تنه وژل شوي دي. دغه نښتې د چهارشنبې په ورځ پیل شوي چې پکې له ماشيندارو او هاوانونو استفاده شوې ده.

د آرشیف انځور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور کې تر ېوې چاودنې وروسته د پېښه په ځای کې یو امبولانس او شاوخواته ېې راټول شوي خلک
د آرشیف انځور - د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور کې تر ېوې چاودنې وروسته د پېښه په ځای کې یو امبولانس او شاوخواته ېې راټول شوي خلکانځور: picture-alliance/Photoshot/S. Ahmad

د پاکستان د ځايي پولیسو یو افسر مرتضی حسین وويل چې دغه نښتې د چهارشنبې په ورځ  (د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۴مه) وروسته له هغې پیل شوې چې یوه وسله وال کس پر یوې قومي جرګې ډزې وکړې. هغه وويل چې په دغه جرګه کې د ځمکې پر سر یوې لانجې چې لس کاله مخکې پېښه شوې وه، خبرې کېدې.

حسین وویل که څه هم په یاده حمله کې کوم څوک ژوبل نه شو، خو د دغو دوو مذهبي ډلو تر منځ یو ځل بیا د مذهبي شخړو سبب واقع شوې ده. هغه وویل چې دواړه قبیلې په کرمه ایجنسۍ کې چې افغانستان پولې ته نژدې پرته ده، یو بل ته څنګ په څنګ پرتې دي.

د پولیسو دغه افسر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د ځمکې د سر ابتدايي شخړه، اوس پر مذهبي تاوتريخوالو اوښتې ده.» هغه تائيد کړه چې په دغو نښتو کې تر اوسه «۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

حسین زیاته کړه چې ځايي حکومت او قومي مشرانو د جګړې د درولو هڅې پيل کړي، خو تر اوسه په دغه کار بریالي شوي نه دي.

په پاکستان کې د کورنیو تر منځ دښمنۍ رايج دي.

د کرمې ایجنسۍ یوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې په دغو نښتو کې د ۳۵ وژل شوو تر څنګ،۱۵۱ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د پولیسو یوې سرچېنې چې د نوم له ښودلو ېې ډډه وکړه، وویل چې دواړه قبېلې په دغو نښتو کې چې د پاڼه چنار ښار په اطرافو شوي دي، د یو بل پر ضد ماشيندارې او د هاوان ګولۍ کاروي.

(AFP)mks/aa/

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل