1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر طالبانو بندیزونه لګولي دي

۱۳۹۹ شهریور ۲, یکشنبه

پاکستان پر افغان طالبانو شدید مالي بندیزونه لګولي دي. دا پریکړه په داسې یو وخت کې شوې چې د کابل حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پیلیدو ته نږدې شوي دي.

Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

د اسوشیټډ پرس خبري آژانس په حواله د جمعې په ماښام ناوخته د اسلام آباد حکومت له خوا د صادر شوي حکم په اساس پر لسګونو کسانو مالي بندیزونه لګول شوي دي.

په دې فهرست کې د سولې په خبرو اترو کې د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ترڅنګ د حقاني کورنۍ یو شمیر نور مهم غړي هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه غبرګونه نه دی ښکاره کړی.

د فرانسې خبري آژانس د اطلاعاتو په حواله پاکستان دغه پریکړه د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې (FATF) له خوا له تور لیست څخه د ځان ژغورنې د هڅو په لړ کې کړې ده. دا خبره نوموړي خبري آژانس ته د پاکستان د امنیتي ادارې یوه چارواکي د نوم پټ ساتو په شرط کړې ده.

پاکستان همدا اوس د فاینانشل ایکشن ټاسک فورس یا د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې له خوا په خړ لیست کې شامل دی. پاکستان له دې لیست څخه د وتلو له پاره هڅه کوي د نړیوالې ټولنې غوښتنې عملي کړي. ایران او شمالي کوریا د مالي اقداماتو ځانګړې ډلې (FATF) په تور لیست کې شامل دي.

انځور: Reuters/M. Ismail

مالي بندیزونه او بین الافغاني مذاکرات

د پاکستان له خوا پر طالبانو مالي بندیزونه په داسې یو وخت کې لګول کیږي چې ښایې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوې موافقتنامې په اساس، ټاکل شوې وه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو پر تبادلې تر موافقې وروسته په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرې اترې پیل شوې وای، خو د مختلفو دلایلو له امله تر اوسه پورې ځنډیدلي دي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله د پاکستان حکومت دې پریکړې ته پر طالبانو د فشار اچونې د اقدام په سترګه کتل کیدای شي، څو طالبان ژر تر ژره بین الافغاني خبر اترې پیل کړي.

نوموړي خبري آژانس زیاته کړې ده چې د پاکستان حکومت د طالبانو ترڅنګ د القاعده او داعش پورې اړوند داسې ډلو پر وړاندې هم مالي بندیزونه لګولي دي چې په پاکستان او افغانستان کې په خونړیو بریدونو کې یي لاس درلود.

انځور: Getty Images/N. Shirzada

سربیره پر دې ویل شوي دي دغه بندیزونه د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ترڅنګ یو شمیر نور پاکستاني منع کړای شوي افراطي ډلې هم په نښه کوي.

د ملګرو متلونو په حواله د پاکستاني طالباتو تحریک جنګیالي د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې پټ دي.

د یادونې وړ ده چې (ټي ټي پي) د پاکستان پر ضد د جنګ اعلان کړی دی او دې ډلې د پيښور آرمي پبلک سکول (نظامي ښوونځی) په څیر خونړي بریدونه هم کړي دي. سربیره پر دې د هندوستان مخالف ډلو پر وړاندې هم بندیزونه لګول شوي دي، چې د پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړ ګڼل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل