1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پاکستان د طالبانو د پخواني مشر جایدادونه لیلام کړل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د پاکستان یوه قاضي د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور د پنځو هغو جایدادونو د لیلام امر کړی دی چې په جعلي اسنادو اخیستل شوي وو. ملا منصور په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.

Taliban Chef Mullah Achtar Mansur
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Taliban Militants

د جمعې په ورځ (۲۰۲۰م کال د مې میاشتې پر۸مه نیټه) دوو داسې پاکستاني پلټونکو چې له پیښې باخبره وو، وویل چې د پاکستان د محکمې یوه قاضي د طالبانو د ډلې د پخواني مشر ملا اختر منصور د پنځو هغو جایدادونو د لیلام امر کړی چې په دې هیواد کې په جعلي اسنادو اخیستل شوي دي.

ملا منصور په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی وو.

د معلوماتو له مخې، ملا منصور د طالبانو د ډلې د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته دغه جایدادونه چې ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره کیږي، اخیستي دي. په ۲۰۱۶م کال کې وروسته له هغې چې طالبانو د ملاعمر مرګ په ډاګه کړ، ملا اختر منصور د دې ډلې مشر وټاکل شو.

دغو پاکستاني پلټونکو د امنیتي اندیښنو له کبله د نوم د نه ښولو په شرط وویل چې د ملا منصور تر وژل کیدو وروسته په کراچۍ بندري ښار کې د هغه په نامه دغه جایدادونه را برسیره شول. دغو چارواکو همدا راز زیاته کړه چې نوموړي قاضي چې د امنيتي اندیښنو له کبله یې نوم نه دی په ډاګه شوي، په دې وروستیو کې یې حکومت ته امر کړی چې د دغو جایدادونو اسناد دې ژر تر ژره چمتو کړي. د طالبانو د ډلې د پخواني مشر دغه جایدادونه د روان کال په لومړیو کې د پاکستاني چارواکو له خوا ضبط کړل شوي وو.

دغو پلټونکو همدا راز وویل چې چارواکو د دغو جایدادونو د مالکیت د ادعا د ترلاسه کولو له پاره په پاکستاني ورځپاڼو کې اعلانونه هم خپاره کړي دي. ټاکل شوې چې له دغه لیلام څخه ترلاسه کیدونکي پیسې به د پاکستان د حکومت خزانې ته انتقال شي.

یادو پلټونکو همدا راز زیاته کړه چې د ملا منصور په دغو جایدادونو کې په کراچۍ ښار کې یو کوچنی اپارتمان او د ځمکو ټوټې شامل دي چې مجموعي ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر اټکل شوی دی.

په پاکستان کې د ملا منصور تر وژل کیدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ترینګلي شوې وې. هغه مهال پاکستان پر واشنګټن تور پورې کړی وو چې د ملا منصور د وژل کیدو په تړاو یې د دې هیواد ځمکنی بشپړتیا تر پښو لاندې کړی او نړیوال قوانین یې مات کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل