پاکستان :د طالبانو پرضد دجنګونو څخه مهاجرين ورځ په ورځ ډيريږي
۱۳۸۸ خرداد ۱, جمعهکه څه هم د اولس له خوا د اوسنيو عملياتو ملاتړ کيږي ،خو ښکاره مثالونه يې دادي چه د حکومت له خوا لږ څه دمخه دټولو سياسي ګوندونو دمشر انو په کانفرنس کښي ددغو حزبو د مشرانو لخوا په ګډه او يوه ږغ دپوځى عملياتو ملاتړ وسو،او دا پريکړه وسوه چه جنګ به تر هغو روان وي ترڅو چى خپل مقصد نه وي تر لاسه سوى : چى هغه به پر طالبانو برى وي .
خو د حيرانتيا خبره دا ده چه ځينى مذهبى حزبو لکه جماعت اسلامياو جميعت علماے اسلام چه څنګه دغونډى څخه دباندي راووتله ، نو په بله ژبه يې خبري کولې : یعني داچه دوی دپوځى عملياتومخالف دي . اوددوی دغه عمل ته په سياسى کړيو کښي د ددوه مخيزه کړنلاري او سياست په حيث کتل کيږي . حتی د جماعت اسلامي لخوا د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کښي د پوځى عملياتو پر ضد مظاهره هم اعلان سوه،او قاضى حسين احمد دا عمليات د امريکاد خوشحا لولو دپاره بولى .
هم دا ډول د جميعت علماے اسلام مشر مولانافضل الر حمن هم دغه عمليات وغندل،او هغه يې دحکومت لخوا د ترهګرۍ پر ضد تش په نامه جګړه وبلله . خوپرون يې دګوندمرکزي کميټې دخپلي دوه ورځنۍ غونډي څخه پس په حکومت کښي د پاته کيدلوپريکړه يو وار بيا تاييد کړل ، چى په سياسى کړيوکښى ددغه دواړو غټوګوندونو د تضادونوڅخه ډکى څرګندونى او دوه مخيزه کړنلارى د نيوکو او پيغورونو سره مل دى .
بلي خواته د طالبانو پر ضد د جګړې دوام په خپل وطن کښى دکډوالو شمير ورځ په ورځ پورته خيژوى ،او تعداد يې دوه نيمو مليونوته رسيدلى دى .
که څه هم مرستي په پرله يسې ډول رارواني دي ،خو پرون په اسلام اباد کښي د نړيوالومرستو په اړوند د صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ يو کانفرنس جوړ سو ،چى د نړيوالو استازو او خصو صأ دلويديزي نړۍ لخوا د 224 ميلونو ډالرو مرسته کول وښودل سول، چى نن به د ملگرو ملتو د ټولنى لخوا د نورو مرستو چى د 500 او 600 ميلونو ډالرو تر منځ وى ،غوښتنه وسي . او دا طمعه کيږى چى ډير ژر به د کډوالو سره نه يو ازي ملاتړ بلکه کومکونه هم تر سره سي .
شاه جهان
کتونکی : محمد قاسم نوري