1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د عمران خان ګوند له بهرنیانو ناقانونه پیسې اخیستي

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان د ټاکنو کميسيون د سه شنبې په ورځ حکم وکړ چې د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند له بهرنیو وګړو او شرکتونو غيرقانوني پیسې ترلاسه کړي. دغه تصمیم کیدای شي د خان راتلونکی سیاسي برخلیک له خطر سره مخ کړي.

Pakistan Afghanistan  Imran Khan
انځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د عمران خان د ګوند پاکستان تحریک انصاف او پاکستاني رسنیو ویلي چې د کمیسیون تر دې پریکړې وروسته ښايي د عمران خان او د هغه ګوند باندې د سیاسي فعالیت بندیز وضع شي.

په پاکستان کې یوه دوسیه چې له کلونو راهیسې ادامه لري، د عمران خان ګوند له بهر څخه د پیسې په ترلاسه کولو تورنوي، هغه څه چې په پاکستان کې غیرقانوني دي. اسوشتيد پریس له اسلام آباده ليکي چې دغه آژانس په سملاسي توګه نه دی توانيدلي چې په دې اړه د خان نظر واخلي، خو د هغه د تحريک انصاف (PTI) ګوند ویاند په دې برخه کې د ناقانونه کار کولو تور رد کړی دی.

فواد چوهدري په پلازمېنه اسلام آباد کې د پاکستان د ټاکنو کميسيون دفتر مخې ته خبریالانو ته وويل: «موږ به دغه حکم چلنج کړو.» چوهدري وويل له بهر څخه استول شوې پیسې د بهرنیو پاکستانیانو اړوند دي او هغه ناقانونه نه دي.

عمران خان له ۲۰۱۸م تر روان کال اپریل پورې د پاکستان صدراعظم وو. هغه د پارلمان د عدم اعتماد رايي تر بايللو وروسته له واکه لرې شو. خان دا د امریکا توطئه بولي، خو امریکا ېې ردوي.

خان تر هغه وروسته د نوو انتخاباتو په ترسره کولو ټينګار کوي چې د لا ډير فشار په موخه ېې خپل پلویان احتجاجونو ته رابللي دي. اما د پاکستان نوي صدراعظم، شهباز شریف، د هغه دغه غوښتنه رد کړې ده.

اسوشتید پریس ليکي چې دوی نه دي توانیدلي د پاکستان د ټاکنو د خپلواک کميسیون د ویاند نظر واخلي، خو رسنيو رپوټ ورکړی چې د ټاکنو کمیسیون يوې درې غړې لرونکې کمیټې چې د قضاوت صلاحیت لري، موندلې چې د عمران خان ګوند له ۳۴ بهرنيانو او بهرنيو شرکتونو څخه پیسې ترلاسه کړي دي.

عمران خان تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کړې

 سرچینې ويلي دي چې د خان ګوند د خپلو بانکي اکاونټونو په اړه جعلي لوضنامه سپارلي او دغه اسناد مشخصوي چې دغه ګوند ۱۳ بانکي اکاونټونه مخفي کړي وو چې باید وښودل شي.

د رسنيو د رپوټونو پر اساس، د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د خان له ګوند څخه غوښتي تر څو وضاحت ورکړي چې د دوی پيسې په څه دلیل باید تصرف نه کړل شي.

پاکستاني سیاستوال، اکبر ایس بابر چې د عمران خان ګوند پر ضد ېې شکایت درج کړی، له دغه حکم څخه هرکلی کړی. د خان د ګوند بنسټګر او د هغه پخواني همکار چې اوس ورڅخه جلا شوی، خبریالانو ته وويل: «د عمران خان پر ضد ټول تورونه ثابت شوي دي.» بابر ویلي دي چې خان باید له ګوند څخه ووځي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب