1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د غير قانوني کډوالو پر وړاندې د پوليسو عمليات

۱۴۰۲ آبان ۱۰, چهارشنبه

په پاکستان کې په غير قانوني توګه ميشتو کسانو ته په خپله خوښه له دغه هېواده د وتلو مهلت په ختميدو سره پوليسو د هغوی پر وړاندې عمليات پيل کړي دي. طالبانو په دې منځ کې له پاکستان څخه د دغه مهلت د غځولو غوښتنه کړې ده.

له پاکستانه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ
له پاکستانه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

په پاکستان کې په غير قانوني توګه میشتو کسانو ته په خپله خوښه له دغه هېواد څخه د وتلو د ټاکل شوې مودې په پوره کيدو سره پولیسو سه شنبه د شپې تر دولسو بجو وروسته عمليات پيل کړي دي.

که څه هم چې پوليسو ویلي دي چې خلک په خپله خوښه ستنيږي او تر اوسه هیڅوک نه دي نيول شوي، خو په کراچۍ او اسلام آباد کې د افغان کډوالو د نيولو، ځورولو، ويرولواو په زور ترې د پېسو اخیستو په اړه خبرونه ورکړل شوي دي.

نن، چهار شنبه تر يو څو ساعته مخکې پورې د کراچۍ د صدر د پوليسو د مرکز له سيمې څخه څلور افغان کډوال نيول شوي او هولډنګ سنتر يا د اخراج مرکز ته انتقال شوي دي. د سرچينو له خوا ويل شوي چې دې څلورو هلکانو د اوسېدو اسناد نه لرل.

د دولتي سرچينو په حواله د اخراج له مرکزونه څخه به بيا دا کسان د سروس موټرو او يا ځګړو ريلونو له لارې پر سرحد د اوښتو له پاره تر پولې رسول کیږي. زیاته شوې چې په دې ترڅ کې به کلک امنيتي تدابير نيول کيږي.

د غير قانوني کډوالو سره مرسته کوونکي به هم مجازات کيږي

د پاکستان د کورنيو چارو سرپرست وزير سرفراز بګټي ويلي ول چې د قانون پلي کوونکې ادارې به سره له چهار شنبې ورځې څخه د هغو کډوالو په اخراجولو پېل کوي چې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ونه لري.

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې هر هغه پاکستانی به هم د قانوني اقداماتو سره مخامخ کيږي چې د غير قانوني کډوالو د هويت په پټولو او يا له هغوی سره د کار په موندلو کې مرسته کوي.

رويترز خبري آژانس د چهار شنبې په ورځ د يوه پاکستاني چارواکي له قوله خبر ورکړی دی چې تر ۱۰۰ زرو ډېر هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د اوسيدو اسناد یې نه لرل، په تېرو دوو اونیو کې په خپله خوښه د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د جنوبي وزيرستان سيمې ډپټي کميشنر عبدالناصر خان، وويل چې دغه افغان کډوال د پاکستان د بېلا بېلو سيمو څخه تورخم ته راغلي وو.

طالبان: د افغانانو د اخراج مهلت دې وغځول شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د چهار شنبې په ورځ پر پاکستان غږ کړی دی چې په غير قانوني توګه ميشتو افغان کډوالو ته دې له دغه هېواد څخه د وتلو له پاره ورکړل شوی مهلت وغځول شي. دا په داسې حال کې ده چې پر سرحدي پوستو د هغو په زرونو افغان کډوالو له کبله فشار مخ پر زياتېدو دی چې بيرته خپل هېواد ته ستنيږي.

طالب چارواکو په يوه اعلامیه کې له پاکستان او نورو هغو هېوادونو څخه مننه کړې ده چې د تېرو څو لسیزو جګړو له کبله یې افغانانو ته پناه ورکړې ده، خو له هغوی یې غوښتي چې «افغانان دې په دومره بيړه او په زور نه اخراجوي، بلکې هغوی ته دې د ځان د چمتو کولو وخت ورکړي.»

په پاکستان کې د افغان مهاجرو نه ختمیدونکې ستونزې

04:43

This browser does not support the video element.

د پاکستان حکومت ويلي ول چې ۱،۷ ميليونه افغان کډوال چې په غير قانوني توګه په دغه هېواد کې ميشت دي، د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې بايد په خپله خوښه له دغه هېواد څخه ووځي که نه نو اخراج به شي.

د چمن او تورخم بندر د چارواکو په حواله د اکتوبر میاشتې په پېل کې د دغه اعلان راهېسې تر اوسه تر ۱۳۰ زور ډېرافغانان د دغو دوو سرحدي لارو بيرته خپل هېواد تهستانه شوي دي.

په دې منځ کې يو شمیر نړيوالو سازمانونو د پاکستان پر دې پريکړه نيوکې کړي دي.

د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي دي چې د پاکستان حکومت په غير قانوني توګه د میشتو افغانانو افغانستان ته د بيرته ليږدولو او اخراج له پاره له ګواښلو، ناوړه چلند او نيولو په څېر لارې چارې کاروي.

د بخښنې نړيوال سازمان هم پر نړيواله ټولنه غږ کړی دی چې د افغان کډوالو د کوربتوب په برخه کې دې له پاکستان سره مالي مرسته وکړي او د هغو کسانو د خونديتوب په مسئوليت کې دې ونډه واخلي چې په افغانستان کې د ځوريدو د ګواښ له کبله یې پاکستان ته پناه وړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل