پاکستان کې د فوټبال ملي لوبډلې کم سنه لوبغاړي غواړي ولوبیږي
۱۴۰۲ شهریور ۲۶, یکشنبه
عثمان او شکران هغه دوه تنکي افغان ځوانان دي چې د پخواني نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته اسلام اباد کې کډوال شوي دي. ان په کډوالۍ او له هیواده لیرې، لا هم فوټبال کوي او غواړي افغانستان ته ویاړونه وګټي.
اعلان
د افغانستان د فوټبال کم عمره ملي لوبډلې تنکي ځوان په کډوالۍ کې هم د لوبو تمرین کوي. عثمان خپل کشر ورور احمد شکران سره یو ځای لوبیږي خو د معیاري لوبغالي نه شتون بیا د خپل تمرین په وړاندې له ننګونو بولي. دوی وايي، کډوالۍ یې هیلې نه دي رژولي او د هغې ورځې په تمه دي چې افغانستان ته ویاړونه راوړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون بیا وايي، دوی ته وړتیا مهمه ده او تر ډیره هغو لوبغاړو ته لومړیتوب ورکوي چې له هېواده دباندې دي.
عثمان او شکران د هغې کورنۍ دوه تنکي غړي دي چې په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته یې کابل پرېښود او اسلام اباد کې میشت شول.
په کډوالۍ کې دوی هر څه تر شا پرېښودل، خپلوان، همزولي او ان هغه لوبغالي چې دوی په کې لوبیدل خو دا د فوټبال توپ دی چې عثمان او شکران سره په خپله او پردۍ خاوره یو ځای ځغلي او غواړي د افغانستان له پاره وځلیږي.
څوارلس کلن عثمان چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د افغانستان د ۱۱ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې غړیتوب اخیستی، وايي دلته ځوانان تر ډیره کرکټ لوبه کوي، له فوټبال سره اشنايي او لېوالتیا ډیره کمه ده خو له خپل لس کلن ورور احمد شکران او نورو افغانانو سره د یکشنبې او چهارشنبې په ورځو کې د اسلام آباد په څنډو کې د لوبې تمرین کوي.
د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلي کاپيتاني په پرتګال کي له فوټباليستو نجو سره وکتل
له ۱۴څخه تر ۱۶ کلنۍ پوري دغو نجونې او د کورنيو غړو يې په خندا او اوښکو سره د محتاج هرکلی وکړ.
انځور: Rodrigo Antunes/REUTERS
له کوربه هېواده مننه
فرخنده محتاج وايې: «هغوی ژمن او ډېري ځواکمنې وې، په پای کې له هغوی سره ليدل ډېر له احساسه ډک ول، ځکه پوهيدم چې هغوی څومره ستونزي ګاللي.» محتاج له پرتګال څخه مننه کړي چې دغه فوټبالیستاني يې منلي دي.
انځور: Rodrigo Antunes/REUTERS
د طالبانو په واکمنۍ کې ویره
له افغانستان څخه د امريکا تر وتلو وروسته دغه نجوني او کورنیو يې کوښښ کاوه له چې هيواد څخه ووځي. هغوی ډاريدل چې د طالبانو په حکومت کي به يې ژوند له ګواښ سره مخ شي. نه يوازي دا چې نجوني او ښځې د ورزش اجازه نه لري، بلکې له دې کبله هم چې هغوی د نجونو د حقوقو غوښتونکي او د خپلې ټولنې فعالې غړې وې.
د دغو فوټباليستانو ځينو يې له اسوشيتيد پرس سره خبرې کړي او ويلي دی چې علاقه لري د فوټبال لوبې ته دوام ورکړي. هغوی هيله لري چې د فوټبال له پرتګالي ستوري کريستیانو رونالدو سره وګوري.
انځور: Rodrigo Antunes/REUTERS
په پرتګال کي د فوټبال تمرين
د پنجشنبې په ورځ دغه نجونې له محتاج سره له پلازميني ليسبون څخه بهر د اودیو لاس ښار د فوټبال په ميدان کي تمرين وکړ.
انځور: Rodrigo Antunes/REUTERS
انځورونه1 | 7
عثمان او شکران خپلې کورنۍ سره اسلام اباد کې ژوند کوي، دلته پراخ شنه پارکونه شته خو د فوټبال لپاره معیاري میدان بیا له دې سیمې د یو ساعت واټن په اندازه دی.
عثمان دویچه ویله ته وویل: «لوی خنډ دا دی چې د فوټبال لپاره مناسب ځای نشته، معیاري لوبغالي شته خو هغه د اسلام اباد مرکز کې دي چې زموږ له کوره د یو یا یو نیم ساعت په واټن دي. موږ کډوال یو او دومره پیسې نه لرو چې کرایه او فیس ورکړو.»
دا تنکي افغان لوبغاړي کډوالۍ نه دي مایوسه کړي او وايي چې د راتلونکې لپاره یې اهداف ټاکلي او د هغې ورځې په تمه دي چې هېواد ته لوی افتخارات وګټي.
عثمان چې زړه یې لا هم د افغانستان له پاره تپیږي، وايي: «لکه رونالډو چې پرتګال ته ویاړونه راوړل غواړم همداسې افغانستان ته ویاړونه راوړم. زما ایډیال رونالډو دی خو زه غواړم له هغه هم ښه او غوره فوټبالر شم.»
د عثمان ورور احمد شکران هم د فوټبال لوبغاړی دی او له خپل ورور سره په ګډه د فوټبال تمرین کوي. هغه د خپل راتلونکي په هکله دویچه ویله ته وویل: «غواړم په نړۍ کې یو ښه فوټبالر شم، د افغانستان روښانه راتلونکی غواړم، وطن لپاره د ویاړونو ګټل غواړم او په خپلې راتلونکې کار کوم.»
انځورونه: په افغانستان کې د ګالف اوږد تاریخ
د کرکیټ، فوټبال، تکواندو او ډیرو نورو سپورتونو نومونه افغانانو ته اشنا دي خو ګالف بیا یوه له هغو لوبو څخه ده چې نه یې په افغانستان کې امکانات ډیر دي او نه یې هم مینه وال. خو دغه لوبه هلته ډېر اوږد تاریخ لري.
انځور: Getty Images/P. Bronstein
ګالف په افغانستان کې ډیر زوړ تاریخ لري
دا خبره به د ډیرو له پاره د حیرانتیا وي چې افغانستان له ۱۹۱۱م کاله راهيسي له ګالف لوبي سره اشنایي لري. په همدغو کلونو کې امیر حبیب الله خان، افغانان د ګالف لوبي سره اشنا کړل. د نیویارک ټایمز ورځپاڼي په یوه مقاله کې راغلي دي چې پخپله امیر حبیب الله له ګالف سره ډیره مینه لرله او د افغانستان په څو ولایتونو کې یې د ګالف ميدان جوړ کړی وو.
انځور: Getty Images/P. Bronstein
په افغانستان کې د ګالف وده
د امیر حبیب الله خان له مړیني سره په افغانستان کې له ګالف سره لیوالتیا هم لږ شوه. خو په ۱۹۵۰م کلونو کې هڅي پیل شوې چې افغانستان په سیمه کې د سیلانیانو پر یوه په زړه پوري سیمي باندې واوړي. د کابل ګالف میدان هم په همدې موخه جوړ شو چې ډیر وخت پکښې دباندنيانو او ځینو افغانانو لوبي کولې.
انځور: Getty Images/AFP/B. Ismoyo
د کورنیو جګړو پیل
په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیلیدو سره د کابل د ګالف میدان چې قرغې ته نژدې پروت دی هم د نورو ځایونو په شان ویجاړ شو. په دې سیمه کې آن په جګړو کې ښکیلو اړخونو ماینونه ښخ کړل چې لوبه خو لا څه چې د ګرځیدو وړ هم نه وو.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai
یو ځل بیا ګالف
په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم له ړنګیدو سره د ګالف له میدانه ماینونه پاک شول او دغه سیمه یووار بیا لوبي ته چمتو کړل شوه. د پخوا په څیر بیا هم ډیر هغه بهرنیانو په دغه ميدان کې لوبي کولې چې په افغانستان کې يې دنده لرله.
انځور: Getty Images/P. Bronstein
لږ خو تږي مینه وال
په ۲۰۰۴م کال کې د کابل د ګالف ميدان تر بیا پرانیستلو وروسته ډېر بهرنیان دې سیمي ته د لوبي له پاره راځي. په افغانانو کې که څه هم د ګالف د مینه والو شمیر لږ دی، خو هغه کسان چې له دې لوبي سره اشنا دي په ډیري لیوالتیا او هوډ سره يې کوي.
انځور: Getty Images/P. Bronstein
د افغان ګالفرانو نوی نسل
د کابل د ګالف ميدان ته ډیر تنکي ځوانان هم ورځي. ډېري نړیوالي موسسې له هغوی سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوي چې دغه ځوانان دې ته وهڅیږي چې لوبه زده کړي او په دې ترتیب سره په افغانستان کې د ګالف لوبه وده وکړي.
انځور: Getty Images/S. Marai
بهرني عسکر چیري لوبیږي
په افغانستان يوازي همدغه د کابل د ګالف ميدان د مینه والو پر مخ پرانیستی دی خو د امنیتي ستونزو له کبله ډېر بهرنیان نه شي کولای چې هلته په آزاده توګه لوبه وکړي. هغوی د ځان له پاره نور بدیلونه موندلي دي او په خپلو اډو او کار ځایونو کې دغه لوبه کوي.
انځور: Getty Images/AFP/D. Furst
لوبغالی
دا چې د ګالف ډیر نوموتي لوبغاړي لکه تایګر ودس، افغانستان ته د لوبو له پاره راشی، ښايي امکان و نه لري، خو د کابل ګالف لوبغالی د ډیرو له پاره ځکه په زړه پوري دی چې په دې ځای کې ځمکې او سورې د نورو په پرتله ډیر توپیر لري او له همدې کبله باید لوبغاړي په ګالف کې ډیر مهارت ولري چې ښې پایلي ولري.