پاکستان د ملا برادر آزادېدل تائيد کړي دي
۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبه![Symbolbild Haft Folter](https://static.dw.com/image/15854727_800.webp)
د پاکستاني حکومتي چارواکو په وینا د طالبانو جګپوړي قوماندان ملا عبدالغنی برادر تر یو لړ لوړپوړو مذاکراتو وروسته د پاکستان له بند څخه آزاد کړل شوی دی. ملابرادر چې د طالبانو مشرتابه ته ډیر نیږدی دی، په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې نیول شوی وو. په دغه موده کې څو ځله د نوموړي د مرګ او آزادیدو رپوټونه هم خپاره شوي وو.
د پاکستان د استخباراتي ادارې دوو لوړ پوړو چارواکو چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کولې، د چهارشنبې په ورځ وویل چې ملا عبدالغني برادر تر لوړې کچې مذاکراتو وروسته آزاد شوی دی.
د ملا برادر آزادیدل کیدای شي له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو د سولي په هڅو پورې تړاو ولري. د برادر تر آزادیدو مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته سفر کړی وو. طالبان په قطر کې یو سیاسي دفتر هم لري.
برادر د طالبانو یو له لوړپوړو چارواکی وو، چې د افغانستان په سویل کې یې د دې ډلې د عملیاتو مسئولیت پرغاړه لره. هغه اته کاله مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا ونیول شو.