1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو لپاره نوې تګلاره جوړوي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر ویلي، دا تګلاره به د ناقانونه افغان کډوالو په اېستلو او نېولو کې خورا اغېزمنه وي.

په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو سلګونه افغان کډوال نېولي دي
په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو سلګونه افغان کډوال نېولي ديانځور: AFP/Getty Images

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي، هغه افغان کډوال چې د پاکستان ویزه او یا د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري، سملاسي بېرته اېستل کیږي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې ددغه هېواد لنډمهالي حکومت د ټولو هغو افغانانو پرضد هم د ګام اخېستو پریکړه کړې چې پاکستان کې یې د اوسېدو ناقانونه اسناد جوړ کړي دي.

اوسمهال پاکستان کې تر یو میلیون ډېر افغان کډوال ژوند کوي، چې په هغوی کې سلګونه یې قانوني اسناد نه لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغانانو د نېولو کېدو لړۍ تېزه کړې ده.

د طالبانو حکومتد کډوالو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د سپین بولدک له لارې ۶۵۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. «د سپين بولدک د مهاجرينو چارو آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې۹۰ کورنۍ، چې۶۵۰ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې، چې د ثبت او راجستر وروسته ۴۷۰ تنه يې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.»

د طالب چارواکو پروینا تېرو پنځو ورځو کې  ۱۷۲ هغه افغان کډوال هم د سپین بولدک له لارې هېواد ته رااوښتي،  چې د قانوني سندونو نه لرلو له امله پاکستاني پولیسو نېولي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل