1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پاکستان د هند استخبارات ځانمرگي بريد کې په لاس لرلو تورن کړي

۱۴۰۲ مهر ۹, یکشنبه

د پاکستان په یوه جومات کې د جمعې د ورځې د ځانمرګي برید له امله د وژل شویو شمېر ۵۹ ته لوړ شوی دی. د پاکستان حکومت په دغه چاودنه کې د هند د استخباراتو لاس بولي او د عاملینو د نيولو ژمنه يې کړې.

د پاکستان په لویدیځو ولایتونو کې ترهګریز بریدونه ډير شوې دي
د پاکستان په لویدیځو ولایتونو کې ترهګریز بریدونه ډير شوې ديانځور: picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت په مستونګ ښار په یوه جومات کې چې خلک د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد د جشن په مناسبت راټول شوي وو، یوه بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د پولیسو موټر ته نېږدې وچول. لومړی په دغه ځانمرګي برید کې د  مړو شمیر ۵۲ تنو د او ۵۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و خو اوس د وژل شویو کسانو شمیر ۵۹ ته رسیدلی. د ځينو ټپيانو حالت لا هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

پاکستاني چارواکې ادعا کوي چې د دوی په هیواد کې ترهگرې ډلې تل د هند له لوري مالي ملاتړ تر لاسه کوي. خو هند بیا دا ادعاوې ردوي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي ددغه ایالت په پلازمینه کوټه کې وویل چې نظامې، غیر نظامي او ډیر شمیر نور نهادونه په ګډه هڅه کوي څو د دې ځانمرګې برید عاملین پیدا کړي. نوموړی ادعا کوي چې پر مسجد د دغه ځانمرګي برید تر شا د هند د استخباراتو لاس دی. هغه البته په دې اړه هیڅ ډول کوم مدارک او جزییات ندي وړاندي کړي.

د بلوچستان د صحي چارو د ادارې ویاند وسیم بیګ وایې چې د ځانمرګې برید له وخته تر اوسه د وژل شویو کسانو په شمیر کې ۷ تنه نور اضافه شوې دي، او دا چې د زخمي شوو کسانو وضعیت هم د اندیښنې وړ دی.

د جمعې په ورځ  د خيبرپښتونخوا په شمال کې پر يو جومات په دوهم بريد کې لږ ترلږه ٥ کسان وژل شوي وو. پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي او د ځانمرګي بریدګر ډي ان اې څیړل کیږي. تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان په لوېدیځو ولایتونو کې وسله وال بریدونه زیات شوي، دا په ټوله کې د ټاکنو پر تیاریو او په عامه کمپاینونو خپل سیوري اچولای شي. خو دا بریدونه تر ډیره  امنیتي ځواکونه په نښه کوي.

تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پاکستان کې د ۲۰۰۷ میلادي کال راهسې د يو شمېر خونړيو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده، خو دغې ډلې د جمعې د ورځې د چاودنو مسْولیت  رد کړی دی.

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

18:21

This browser does not support the video element.

آ./ش.ا./ا.ا.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل