1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي د هند سفیر له خپل هیواده باسو

۱۳۹۸ مرداد ۱۶, چهارشنبه

پاکستان ویلي دی چې له خپله هیواده یې د هند د سفیر د اخراج او له دغه هیواد سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د ځنډولو پریکړه کړې ده. دغه پریکړه د هند له لوري د کشمیر له سیمې څخه د نیمه خپلواکه حیثیت اخیستلو په تعقیب کیږي.

Indien Pakistan Grenze Grenzübergang Wagah Punjab Fahnenzeremonie
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو څرګندونو کې ویلي دي: «موږ له نوي دهلي څخه خپل سفیر راوغواړو او د هغوی [سفیر] به بیرته ولیږو.»

هغه دغه څرګندونې په داسې مهال کولی چې د پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې له هند سره به دوه اړخیزه سوداګري وځنډوي او دیپلوماتیکي اړیکي به ورسره محدودي کړي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې د دوشنبې په ورځ د هند د لومړي وزیر نریندر مودي د حکومت دا پریکړه چې په اکثریت مسلمان میشتې کشمیر باندې خپل کنترول زیات کړي، له پاکستان سره د شخړې د رامنځ ته کیدو احتمال ډیروي. داسې اندیښنې هم شته چې دغه موضوع به د اورپکو د فعالیت د زیاتیدو سبب هم وګرځي چې لا تر مخه د زرونو کسان ژوند یې اخیستی دی.

خو هند پر دې ټینګار کوي چې دا د دوی داخلي موضوع ده.

د کشمیر سیمه د هند او پاکستان تر منځ په ۱۹۴۷م کال کې له خپلواکۍ اخیستو راهیسې ویشل شوې ده. دواړه هیوادونه د دغې سیمې د ملکیت ادعا کوي او تر اوسه یې څو وارې پر دې جګړې هم کړي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د دغه هیواد د ملي امنیت کمیټې غونډه هم کړې ده چې وروستیو تحولاتو ته په کتو سره ځینې پریکړې پکې شوي دي. په دغو پریکړو کې له هند سره د دیپلوماتیکو اړیکو محدودولو او سوداګریزو اړیکو ځنډولو سربیره پر دوه اړخیزو تړونونو باندې بیا غور کول هم شامل دي. د پاکستان حکومت د ټویټر په یوه پیغام کې دغه موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د مطرح کولو خبره هم شوې ده.

afp sr/nz

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب