د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې يا آي ايس پي آر د يکشنبې په شپه ناوخته په دې اړه خبر ورکړ او ویې ويل چې د هند دا احتمالي جاسوسي ډرون يا بې پېلوټه الوتکه د کشمير لانجمنې سيمې ته داخله شوې وه. د ځايي رسنيو په حواله د هند دا بې پېلوټه الوتکه د کنترول د کرښې په تته پاني په نوم برخه کې تباه کړل شوې.
د آي ايس پي آر په حواله په روان کال کې دا د هند نهمه بې پېلوټه الوتکه ده چې د پاکستان د پوځ له خوا ويجاړه شوې ده. پاتې دې نه وي چې د روانې جون مياشتې پر پنځمه نيټه هم د پاکستان پوځ په خانجر سيمه کې د هند يوه ډرون الوتکه ویشتلې وه.
د پاکستان د پوځ د دې عملياتو د جزياتو د ورکولو پر وخت د آي ايس پي آر له خوا وويل شول چې دا هندی کواډ کاپتر د څار يو کوچنی ماشين وو چې د کنترول تر کرښې کابو ۸۵۰ ميتره راتیر شوی وو. د کنترول کرښه کشمير په دوو برخو ويشي او د دې کرښې يوې خوا ته پاکستاني او بلې ته هندي عسکر پر خپلو سيمو نظر ساتي.
هند تر اوسه په دې اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی. پاکستان تل په کشمير کې د هندي بې پېلوټه الوتکو د را اچولو ادعاوې کوي.
د تیر ميلادي کال په اگست مياشت کې د هند حکومت د دغه هېواد تر کنترول لاندې کشمير ځانگړی حيثيت لغوه اعلان کړ چې تر هغه وخت راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ پر پوله په نښتو کې زیاتوالی ليدل کيږي.
د روانې میلادي میاشتې په سر کې د هند سرحدي ځواکونو د کشمير د لانجمنې سيمې څو کلي په نښه کړل. څو ورځې تر مخه په همدې سيمه کې د هندي او چينايي عسکرو ترمنځ سخته نښته وشوه چې په نتیجه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنگلتيا زور واخیست.
په ۲۰۲۰ م کال کې هند تر اوسه د کنترول پر کرښه ۱۴۸۷ وارې د اور بند له اصولو سرغړونه کړې چې پکې ۱۳ ملکيان وژل شوي او ۱۰۶ ټپيان شوي دي. د سويلي آسيا د دغو دوو اتومي هېوادونو ترمنځ تر اوسه د شويو دريو جگړو څخه یې دوه د هماليه په کشمير دره کې ترسره شوي.
زموږ له آرشيف څخه:
د هند او پاکستان د پياوړتيا مقايسه
هند او پاکستان هغه هيوادونه دي چي په ۱۹۴۷ کال سره بېل سول او د هغه مخکي د لوی هند برخه ول. دغو دوو هيوادونو تر اوسه ۴ جګړې درلودلې او په لوړه اندازه پر دفاع مصرف کوي. يوه پرتله يې دلته په ۲۶ انځورونو کي کتلای سئ:
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Imagesنفوس ـ هند ۱،۲ مليارد ـ پاکستان ۱۹۹ مليونه
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي.
انځور: DW/A. Chatterjeeنارينه ـ هند ۶۱۶ مليونه ـ پاکستان ۹۵ مليونه
انځور: DW/U. Fatimaدفاعي کلنۍ بوديجه ـ هند ۴۰ مليارد ډالره ـ پاکستان ۷ مليارد ډالره
انځور: UNIد عسکرۍ وړ ـ هند ۴۸۹ مليونه ـ پاکستان ۷۵ مليونه
انځور: Getty Images/AFP/M. Kiranفعال عسکر ـ هند ۱،۳ مليون ـ پاکستان ۶۲۰ زره
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Imagesټولې الوتکې ـ هند ۲۰۸۶ ـ پاکستان ۹۲۳
انځور: picture-alliance/dpa/J. Nvجنګي الوتکي ـ هند ۶۷۹ ـ پاکستان ۳۰۴
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Imagesترانسپورتي الوتکي ـ هند ۸۵۷ ـ پاکستان ۲۶۱
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassumنظامي خدمت وړ هوايي ډګرونه ـ هند ۳۴۶ ـ پاکستان ۱۵۱
انځور: picture-alliance/dpa/J. Nvټانکونه ـ هند ۶۴۶۴ ـ پاکستان ۲۹۲۴
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshiزغروال موټر ـ هند ۶۴۶۴ ـ پاکستان ۲۸۲۸
انځور: picture alliance / landovګرځنده توپونه ـ هند ۲۹۰ ـ پاکستان ۴۶۵
انځور: APڅو ميله لرونکي توپونه ـ هند ۲۹۲ ـ پاکستان ۱۳۴
انځور: picture-alliance/AP Photoتجارتي کښتۍ ـ هند ۳۴۰ ـ پاکستان ۱۱
انځور: UNIالوتکي وړونکې بېړۍ ـ هند ۲ ـ پاکستان صفر
انځور: Reutersمهم بندرونه ـ هند ۷ ـ پاکستان ۲
انځور: Pakistan Navyاوبتلونه (تحت البحري) ـ هند ۱۴ ـ پاکستان ۵
انځور: Reuters/R. Narendraفرقاطه (وړې جنګي بېړۍ) ـ هند ۱۴ ـ پاکستان ۱۰
انځور: Imago/Zuma Pressګزمه کوونکې بېړۍ ـ هند ۱۳۵ ـ پاکستان ۱۲
انځور: www.eunavfor.eu اټومي وسلې ـ هند ۸۴ ـ پاکستان د ۲۴ او ۷۵ تر منځ
انځور: APبهرنۍ قرضې ـ هند ۴۵۸ مليارد ډالره ـ پاکستان ۵۸ مليارد ډالره
انځور: APکاري ځواک ـ هند ۴۹۴ مليونه نفر ـ پاکستان ۶۱،۵ مليونه نفر
انځور: DW/V. Srivastavaتائيد سوي د تيلو ورځنۍ ځېرمي ـ هند ۵،۶ مليارد بېرل ـ پاکستان ۳۷۱ مليون بېرل
انځور: Getty Images/Aamir Quereshiپاخه سړکونه ـ هند ۳،۳ مليون کيلومتر ـ پاکستان ۲۶۰ زره کيلومتر
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkarاورګاډي پټلۍ ـ هند ۶۳ زره کيلومتر ـ پاکستان تقريبا ۸ زره کيلومتر
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveedمساحت ـ هند ۳،۲ مليون مربع کيلومتر ـ پاکستان ۷۹۶ زره مربع کيلومتر
د دغه انځوريز راپور معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه له ګلوبل فاير پاور پاڼې څخه اخيستل سوي. [ترتيب کوونکی: احمدولي اڅکزی]
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images