1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د وروستي برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

۱۴۰۲ آذر ۲۲, چهارشنبه

پاکستان په ډیره اسماعیل خان کې پر یوې اډې د وروستي برید په غبرګون کې له طالبانو غوښتي، چې د دغه برید د عاملینو پر وړاندې ګام پورته کړي. طالبانو ویلي چې دا برید په افغانستان پورې اړه نه لري.

Sicherheitskräfte in Pakistan
دا برید په داسې حال کې شوی، چې په پاکستان کې راتلونکې فبرورۍ میاشت کې ټاکنې را روانې دي. انځور: Saood Rehman/picture alliance/dpa/EPA

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په اسلام آباد کې یې د طالبانو سفیر احضار کړی او په دغه هیواد کې یې د وروستي برید د عاملینو پر وړاندې د هر اړخیزو څېړنو او د عاملینو پر وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان د خيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو په يوه مرکز د ځانمرګيبرید او وسلوالې نښته کې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رويټرز خبري آژانس ته ويلي چې دا پېښه په افغانستان پورې اړه نه لري، خو که پاکستان د پېښې د څېړنې غوښتنه وکړي او د بريد جزئيات د دغې ډلې له ادارې سره شريک کړي، دوی به يې په اړه پلټنې وکړي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې په پاکستان کې راتلونکې فبرورۍ میاشت کې ټاکنې را روانې دي. د چارو شنونکي په پاکستان کې په داسې یوه وضیعت کې د ترهګریزو بریدونو د ډیریدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

د امريکا متحدو ايالاتو په پاکستان کې د وروستي بريد د غندلو تر څنګ د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې «موږ عدالت ته د دغو خلکو د وړاندې کیدو لپاره د پاکستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو.»

په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خپلې تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي. د روان کال په اکټوبر میاشت کې پاکستان پرېکړه وکړه چې له دغه هېواده ټول بې اسناده افغان کډوال  اخراج کړي.

هغه مهال پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې په روان کال کې په دغه هېواد کې له ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه ۱۴ کې یې پاکستان کې میشت افغانان ښکیل وه.

په ورته وخت کې، اسلام آباد ادعا کوي چې اسلامپاله اورپکي په افغانستان کې له هغو خوندي پټنځایونو څخه کار اخلي او هلته زده کړې کوي، چې بیا وروسته په پاکستان کې د سه شنبې د ورځې د برید په څېر بریدونه کوي.

افغان طالبان د دې ادعا په ردولو سره د پاکستان امنیت د هغه هېواد کورنۍ مسله ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د جهاد تحریک ډله د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي سره تړلې ګڼي چې له کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت پر ضد جګړه کوي خو د پاکستان د جهاد تحریک تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

م.م پاکستان ته: د افغان کډوالو د اخراج لړۍ بنده کړئ

04:02

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب