1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: د يوه سړي د وژني په تور ۲۳ کسان نيول سوي

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

د پاکستان پوليسو د هغه سړي د وژنې په تور ۲۳ کسان نيولي دي چي ويل کيږي قرآن ته يې سپکاوی کړی وو او خلکو تر وهلو لاندي مړ کړ.

Pakistan I Security in Karachi
انځور: Rafat Saeed

د پاکستان پوليسو ويلي دي چي د هغه سړي د وژني په تور يې ۲۳ کسان نيولي دي، چي قرآن ته د سپکاوي  په تور د خلکو يوې ډلي وواژه.

د پاکستان د پوليسو وياند د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس «دي پي اي» ته د ۲۳ شکمنو کسانو نيول کيدل تائيد کړل او زياته يې کړه چي د نورو تورنو کسانو په هکله پلټني رواني دي.

د تيري پنجشنبې په ورځ يوې راپاريدلي ډلې د پاکستان  په شمال لويديځ سوات په دره کي يو سړی په دې تور چي قران  ته يې سپکاوي کړی دی، د مرگ تر سرحده وهلي ډبولي او وروسته يې جسد ته اور اچولی وو. دغي ډلې مخکي له هغه د پوليسو پر ادارې هجوم ور وړی وو او هغه سړی يې چي د پوليسو تر ساتني لاندي وو، راويست.

په پاکستان کي مقدساتو ته سپکاوی کيدای سي د اعدام سزا له ځانه سره ولري، ولي تر دې مهاله چارواکو دا ډول حکم پر هيچا عملي کړی نه دی، خو تر اوسه پوري څو واره داسي پيښي رامنځته سوي دي چي اسلام ته د سپکاوي په تور کسان، د يوې عصباني ډلې له خوا پر لارو او سړکونو باندي وهل سوي او بلاخره وژل سوي دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب