1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پاکستان د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل کړی

۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبه

پاکستان د دوشنبې په ورځ د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پېل کړې دی. دغه کمپاین په داسې حال کې پیلیږي چې د چارواکو په وینا په دغه هیواد کې سږ کال له ګوزڼ څخه د اغیزمنو شوو ماشومانو شمیر ۱۰۴ ته رسیدلی دی.

Indien Impfungen in Srinagar
انځور: picture-alliance/dpa/F. Khan

د آلمان د خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پولیو ضد پروګرام ویاند ذوالفقار بابه خیل ویلي دي: «د دسمبر له ۱۶مې نیټې راهیسې د ټول پاکستان په کچه د واکسینو پنځه ورځنی کمپاین پېل شوی دی.»

د رپوټ له مخې د دغه کمپاین په ترڅ کې به تر پنځه کلنۍ کښته ۳۹ میلیونه ماشومانو ته واکسین وشي چې زیاتره تمرکز به په خیبر پښتونخوا ایالت وي. د رپوټ له مخې په دغه ایالت کې اوس هم ځیني علما د ګوزڼ د واکیسینو مخالفت کوي او دا د لویدیځ یوه توطیه بولي ګني چې ماشومان شنډ کړي.

په روان میلادي کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګوزڼ ۷۵ نوې پيښې رپوټ شوي دي. د بابه خیل په خبره د پولیو ۲۶۰ زره کارکوونکي به کور په کور وګرځي څو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

په اپریل میاشت کې هغه مهال د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین له ستونزو سره لاس او ګریوان شو چې یوه جعلي ویډیو خپره شوه چې پکې په پيښور ښار کې د یوه ښوونځي ماشومان ښوول کیږي چې تر واکیسنو وروسته ګواکي ناروغه شوي دي.

ځینې مېندې او پلرونه له دې څخه ډډه کوي چې خپلو ماشومانو ته د واکسینو قطرې ورکړي، هغوی ویره لري چې ښایي ماشومان یې شنډ شي او یا د نورو پيچلتیاوو سره مخامخ شي

پاکستان او افغانستان د نړۍ په کچه د ګوتو په شمیر له هغو هیوادونو څخه دي چې لا هم پکې دغه ناروغي شته.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د جمعې په ورځ له مېندو او پلرونو څخه وغوښتل چې دا خبره یقیني کړي چې ماشومانو ته يې د ګوزڼ ضد واکسن ورکړل شي او زیاته یې کړه چې دا د «شرم» خبره ده چې لا هم په پاکستان کې د پولیو ناروغي شته دی.

په ۲۰۱۴م کال کې کله چې د طالبانو پر ضد په پاکستان کې پوځي عملیات پېل شول نو د ګوزڼ ناروغۍ ۳۰۶ پيښې ثبت شوې وې، خو د رسمي ارقامو له مخې تر هغې وروسته د دغو ناروغیو په مثبتو پيښې کې د پام وړ کموالی راغی او په ۲۰۱۷م کال کې یوازې اته پيښې او تر هغه وروسته کال کې بیا ۱۲ پيښې ثبت شوې وې.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب