1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې اته ماشومان مړه شوي

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

پاکستاني چارواکي وايي چې د خيبر پښتونخوا ایالت په شنګله سيمه کې د ځمکې ښوېدنې په یوه پېښه کې اته ماشومان مړه شوي دي. د جون له پنځه وېشتمې راهيسي په پاکستان کې د موسمي ورښتونو له پېله ۵۰ کسان مړه او ۷۵ نور ټپيان شوي دي.

Peschawar Schwere Regenfälle in Pakistan
انځور: Reuters/F. Aziz

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د ځمکې ښوېدنې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام رامنځ ته شوه او مړه شوي ماشومان چې عمرونه ېې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي، د پېښې ځای ته نژدې د کريکټ په لوبه بوخت ول.

د شنګله ولسوالۍ د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې يو چارواکي، ثناءالله خان رويټرز ته وويل چې شاوخوا ۱۵ ماشومانو یوه غره ته نژدې لوبغالي کې لوبه کوله چې د باران په نتيجه کې د غره یو اړخ وښويد او د هغوی ځيني ېې لاندې کړل.

ورته نور ولولئ:خيبر پښتونخوا کې سختو بارانونو ۲۵ تنه وژلي، ۱۴۵ نور ژوبل دي

د خان په خبره د نجات په پروسه کې د ځايي چارواکو ترڅنګ، وروسته د پاکستان پوځ هم برخه واخیسته چې د ساعتونو هڅو په نتيجه کې ېې د اتو مړو جسدونه راوښکل او په پاتې نورو ماشومانو کې یو ېې سخت ټپي شوی او نور روغ دي.

د بلال خان په نوم یو بل چارواکي وويل چې د سېمې اوسیدونکي چې د نجات له ډلو مخکې سېمې ته دانګلي ول، ډېره مرسته کړې ده.

د پاکستان د تېرکال سیلابونو اړوند یوه وېډېو:

د سوات سیلاب ځپلي په کوم وضعیت کې دي؟

02:18

This browser does not support the video element.

تېر کال د پاکستان په سختو موسمي بارانونو او ويجاړونکو سیلابونو کې تر ۱۷۰۰ ډېر کسان مړه شول همدارنګه په میليونو خلک بې ځايه او پاکستان ته د میلياردونو ډالرو په ارزښت زیان واوښت.

ورته نور ولولئ:پاکستان د خوراکي توکو د خونديتوب له پلوه په ډېر خراب وضعيت کې قرار لري

د فرانس پرس د رپوټ پر اساس، پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د جون مياشتې له ۲۵مې راهیسې په پاکستان کې بیا د موسمي ورښتونو له کبله د ځمکې ښوېدو او سیلابونو پېښې رامنځ ته شوي دي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې يوه چارواکي وويل چې په دغه موده کې «موسمي ورښتونو سره په تړاو مختلفو پېښو کې په ټول پاکستان کې د ۵۰ کسانو د مړېنې رپوټونه ورکړل شوي دي.» هغه زیاته کړه چې په دغه موده کې ۷۵ کسان نور ټپيان شوي دي. په مړو شوو کسانو کې ياد اته ماشومان هم شامل دي.

ورته نور ولولئ:پاکستان د سیلاب ځپلو سیمو بیارغونې ته د اته ميليارده ډالرو غوښتنه کړي

رسمي ارقام ښيي چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د پاکستان په غربي ايالت پنجاب کې رامنځ ته شوې چې دغه تلفات تر ډېره د برق نېولو او د ساختمانونو د نړېدو په نتيجه کې رامنځ ته شوي دي.

(Reuters,AFP)mks/nz

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب