1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د چت رالويدو په پېښه کې ۹ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د پاکستان پولیس وايي د يکشنبې په ورځ سهار وختي د دغه هیواد په شمالي علاقه کې له خټو جوړ د یوه کور د چت د غورځيدو په پېښه کې د ېوې کورنۍ ۹ غړي مړه شوي دي. په قربانيانو کې ۸ تنه يې خويندې او وروڼه دي.

د آرشیف انځور - د پاکستان په چارصده کې د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۳مه سيلابونو کې ویجاړ شوی کور
د آرشیف انځور - د پاکستان په چارصده کې د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په ۳مه سيلابونو کې ویجاړ شوی کورانځور: Fayaz Aziz/REUTERS

د پولیسو افسر، امتیاز خان، وويل چې دغه پېښه د ګلګت بلتیستان سېمې په چيلاس ښارګوټي کې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړه چې په مړه شوو کسانو کې مور، د هغې څلور زامن او څلور لورګانې شامل دي. د خان په خبره د مړه شوو ماشومانو پلار په یوه رستورانټ کې کار کوي چې د پېښې پر وخت په کار کې وو.

زياته شوې چې د کوټې د چت د غورځېدو په غږ، ګاونډیانو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول خو بریالي شوي نه دي چې دغې کورنۍ ته نجات ورکړي. د پولیسو په خبره، مړو شوو خويندو او وروڼو د ۲ او ۱۲ کلونو تر منځ عمرونه درلودل.

په پاکستان کې دا ډول پېښې غيرمعمول نه دي، چې دليل يې په ودانیو کې د محافظتي معيارونو په نظر کې نه نيول دي. ډيری خلک د خراب اقتصادي وضعیت او د عایداتي سرچينو د نه درلودلو له کبله له خټو او لرګيو جوړ په ډيرو عادي کورونو کې ژوند کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب