1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ژوبڼ د زمریانو په پنجره کې یو مړی موندل شوی

۱۴۰۲ آذر ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان په بهاولپور ښار کې د شیرباغ په نوم ژوبڼ کې د زمریانو د حملې په نتیجه کې د یوه کس تر وژل کیدو وروسته ژوبڼ تړل شوی دی.

Hitzewelle | Pakistan
آرشیف انځور Sajjad/Xinhua/picture alliance انځور: Sajjad/Xinhua/picture alliance

په دې پيښه کې د وژل شوي کس مړی د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې ؤموندل شو، کله چې کارګرانو د صفایۍ پر مهال په پنجره کې د یوه زمري ترڅنګ یو بوټ وموند.

د پنجاب ایالت د وحشي ژوو د څانګې یوه لوړپوړې چارواکي علي عثمان بخاري د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د شیرباغ ژوبڼ تړل شوی دی او په دې اړه تحقیقات روان دي چې وژل شوی کس څنګه د زمریانو پنجرې یا محوطې ته ننوتلی دی.

تر اوسه پورې د وژل شوي کس هویت نه دی تثبیت شوی او نه يې هم ممکنه خپلوانو له پولیسو سره ارتباط  نیولی دی. د جسد وضعیت ته په کتلو سره چارواکي اټکل کوي چې پر دې شخص زمریانو د سه شنبې په شپه په پنجرې کې دننه حمله کړې وه.

تر اوسه پورې ترسره شوو پلټنو ته په کتلو سره بخاري زیاته کړه چې زمری پر دې شخص د حملې کولو له پاره له خپلې پنجرې څخه بهر نه دی وتلی، بلکې دغه شخص محوطې یا پنجرې ته ننوتلی دی. نوموړي زیاته کړه چې د ژوبڼ له ټولو کارمندانو څخه په دې اړه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

سیمه ایز چارواکي ظهیر انور له رسنیو سره په خبرو کې وویل چارواکي تر پلټنو وروسته اټکل کوي چې د زمریانو محوطې ته داخلیدونکی کس شاید رواني ناروغ وو، «ځکه یو هوښیار انسان خو دا ډول محوطې ته نه ننوځي.»

د ظهیر انور په خبره د زمریانو محوطه په بشپړ ډول محفوظه ده او وژل شوی کس په ممکنه ډول د شا له خوا پر زینو دې برخې ته داخل شوی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب