1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پاکستان: د کرونا د مثبتو پېښو شمير تر ۱۰۰ زرو واوښت

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې په پاکستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمير تر ۱۰۰ زرو اوښتی دی. په چټکۍ سره د کرونا ویروس خپريدو له کبله پر روغتيايي سپارښتونو د عمل کولو له پاره مقررات نور هم سخت شوي دي.

Pakistan Coronavirus Covid-19
انځور: Reuters/F. Aziz

د سویلي آسيا دغه هېواد چې د کرونا له وجې پکې تر اوسه د ۲ زرو او ۶۷ کسانو مريڼه په رسمي توگه تائيد شوې او ۱۰۳۶۷۱مثبتې پېښې پکې ثبت شوی دي، په تیره مي مياشت کې یې  بندیزونه او ټولنيز محدوديتونه لیرې کړي ول خو د بازارونو د پرانيستو او کاروبارونو او عامه ترانسپورت د بيرته فعالولو له پاره یې د ماسک پرمخ کول او د فاصلې مراعاتول جبري کړي دي.

د پاکستان د پلان وزير اسد عمر له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «موږ لومړی خلکو ته د روغتيايي سپارښتونو په اړه پوهاوې ورکړ، بيا مو ورته خبرداری ورکړ او اوس مو له لومړي وزير عمران سره په تازه غونډه کې ادارو ته لارښوونه وکړه چې پر هغو ځايونو دې چاپې ووهي چېرې چې دغه سپارښتنې نه مراعاتيږي.»

اسد عمر زياته کړې چې يو شمیر مارکيټونه او دوکانونه په دې تیرو ورځو کې د همکارۍ د نه کولو له کبله تړل شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا د ناروغۍ نوې پېښې ريکارډ لوړې کچې ته رسېدلي دي چې يو علت یې د ټسټونو د ظرفيت لوړيدل دي. خو په تیرو لسو ورځو کې هره ورځ ترسره کيدونکو ۲۳ زرو ټسټونو کې يې په پنځوو کې يو مثبت وي. د محدوديتونو تر لغوه کولو د مخه به په لسو ټيسټ شويو کسانو کې يو مثبت وو.

حکومتي چارواکو وويلي چې روغتيايي سپارښتنې په ځانگړي توگه د اختر په شپو او ورځو کې نه دي تطبيق شوی. د مي مياشتې پر نهمه نيټه د ټول بندیز د لیري کولو پريکړه چې د مثبتو پېښو د ډيرښت سبب شوه، د ناوړه اقتصادي حالت او بې روزگارۍ له وجې شوې وه.

پاکستان د نړۍ شپاړسم هېواد دی چې د کرونا تر ۱۰۰ زرو مثبتې پېښې پکې ثبت شوي دي. چارواکي وايي چې په پاکستان کې د کرونا ويروس په چټکۍ سره د خپريدو په حال کې دی او لا اوج ته نه دی رسیدلی.

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب