1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د کشمیر په اړه پر هندوستان سختې نیوکې وکړې

۱۳۹۸ مرداد ۱۴, دوشنبه

پاکستان د دوشنبې په ورځ د هندوستان هغه اقدام «غیرقانوني» وباله چې غواړي په ترڅ کې یې د کشمیر ځانګړی حالت له منځه یوسي. اسلام آباد وایي چې د کشمیر حالت تر شخړې لاندي یوې سیمې په توګه په نړیوال کچه په رسمیت پیژندل شوی.

Indische Polizisten in Kaschmir
انځور: picture-alliance/dpa/ F. Khan

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي: «د هندوستان د حکومت له خوا یو اړخیز اقدام نه شي کولی دغه تر شخړي لاندې حالت بدل کړي [...] پاکستان به د دغې نړیوالې شخړې د یوه اړخ په توګه د غیر قانوني اقداماتو پر وړاند خپل ټول ممکن اقدامات وکړي.»

په بیانیه کې راغلي دي چې اسلام آباد دغه اقدام په کلکه غندي او ردوي او هیڅکله هم د جمو او کشمیر او همداراز د پاکستان د خلکو له پاره د منلو وړ نه دی. په بیانیه کې راغلي دي چې پاکستان د جمو او کشمیر «د نیول شویو» سیمو د اوسیدونکو د هغې غوښتنې چې غواړې خپل برخلیک پخپله تعین کړي، ملاتړ کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل