1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: طالبان په سرحدي سیمو کې «غیر قانوني» تاسیسات جوړوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۰, دوشنبه

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور لګولی دی چې په سرحدي سیمو کې د «غیر قانوني تاسیساتو» په جوړولو سره د دغه هیواد پر قلمرو تیری کوي. تیره اونۍ پر دې موضوع د دواړو خواو ترمنځ سرحدي نښته رامنځته شوې وه.

Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

د هغې سرحدي نښتې په ارتباط چې تیره اونۍ د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ رامنځته شوه، اسلام اباد د دوشنبې (د سپټمبر میاشتې ۱۱ نیټه) په ورځ د طالبانو ځواکونه په «بې تفکیکه ډزو کولو» تورن کړل.

د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د تورخم سرحدي پوله د تیرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې وتړل شوه، چې د دواړو خواو ځواکونو یو پر بل دزې وکړې او دغه پيښه د سلګونو بار لرونکو لاریو د بند پاتې کیدو او د زرګونو مسافرو د سرګردانۍ سبب شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د سرحد پر بندیدو انتقاد وکړ او ویې ویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هغه وخت د طالبانو پر ځواکونو ډزې وکړې چې هغوي یوه پخوانۍ امنیتي پوسته ترمیموله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، د دې نیوکې په ځواب کې وویل چې دغه پيښه د طالبانو له خوا د پاکستان په خاوره کې دننه د یوه ساختمان جوړیدو پورې ارتباط نیسي چې د دې هیواد ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض کړې ده.

د تورخم سرحدي پوله وروسته له هغې وتړل شوه، چې د دواړو خواو ځواکونو یو پر بل دزې وکړېانځور: Reuters/C. Firouz

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: «د سپټمبر په شپږمه نیټه هغه وخت چې افغان ځواکونه د دا ډول غیر قانوني ودانیو له جوړولو منع شول، هغوي د یوه سوله ایز حل لارې پر ځای په بې تفکیکه ډزو پیل وکړ. د پاکستان پوځي پوستې یې په نښه کړې، په تورخم بندر کې یې زیربناوې تخریب کړې او د پاکستان او افغانستان د ملکي خلکو ژوند یې په خطر کې واچولو.»

د ۲۶۰۰ کیلومتره پولې اړوند جنجالونه د لسیزو راهیسې د دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د ترنګلتياو رامنځته کیدو اصلي دلیل دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې د بریدونو زیاتیدو په اړه خپله همیشنۍ انديښنه تکرار کړه او له طالب چارواکو څخه یې وغوښتل چې د نورو هیوادونو پر وړاندې دې د  وسله والو له خوا د خپلې خاورې د کارول کیدو مخه ونیسي.

طالب چارواکو د پاکستان دا ادعاوې چې وسله وال پر پاکستان د بريدونو له پاره د افغانستان خاوره کاروي، رد کړي دي او ویلي یې دي چې امنیتي پيښې د پاکستان د حکومت داخلي موضوع ده.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص

په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرونو کانتیرونه بند پاتې دي

05:51

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل