1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي د بنګو قانوني کر پیل کړي

۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعه

پاکستان غواړي په صنعتي توګه د بنګو کرهنه پیل کړي. هدف دا دی چې له دې سره دغه هیواد د کنابیس په قانوني نړیوال مارکیټ کې ونډه واخلي.

Hanfanbau
انځور: Imago Images/Chromorange

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشري د پاکستان اوسنې حکومت په دې کې پاتې راغلی دی چې د صادراتو په پایله کې خپل پولي واحد تبادله کړي. د دې موضوع لامل د پاکستان خراب اقتصادي وضعیت، د بودجې کسر او د انفلاسیون لوړ نرخ دی.

د پاکستان د ساینس او تکنالوژي وزیر فواد چاودري، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د بنګو مارکیت کولی شي په راتلونکو درو کلونو کې پاکستان ته یو میلیارد ډالر راوړي او موږ د دې هدف له پاره د یوه بشپړ پلان د جوړولو په حال کې یو.»

بنګ د کنابیس یو ډول بوټی دی چې په کې «کانابیدویل» موجوده ده او د پلویانو په خبره یې د دوا په جوړو کې کاریدای شي او همداراز د بنګو پلویان وایي چې هغه کاروونکو ته یو ډول آراموونکی احساس ورکوي.

د چاودري په خبره د بنګو نړیوال مارکیت ۲۵ میلیارده ډالره دی. هغه زیاته کړې ده چې اوس یو شمیر هیوادونو خپل قوانین د هغو محصولاتو پر وړاندې نرم کړي دي چې په کې بنګ کارول شوي وي.

چاودري دا هم ویلي دي چې د جوړ شوي پلان له مخې به حکومت په لومړي سر کې د بنګو کرهنه کنترول کړي خو بیا وروسته به خصوصي بزګرو او سوداګرو ته هم د دې کار اجازه ورکړل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب