1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي له ملا هبت الله آخوندزاده سره خبرې وکړي

۱۴۰۱ بهمن ۱۵, شنبه

د پاکستان حکومت په پام کې لري د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله آخوندزاده سره وګوري او له هغه څخه د پاکستاني طالبانو د مهار کولو غوښتنه وکړي. اسلام آباد د شنبې په ورځ وويل چې کابل او تهران ته خپل مذاکراتي پلاوي استوي.

د پاکستان په پيښور کې هغه مسجد چې په کې د ۲۰۲۳م کال د جنوري میاشتې په ۳۰ ځانمرګي برید وشو
د پاکستان په پيښور کې هغه مسجد چې په کې د ۲۰۲۳م کال د جنوري میاشتې په ۳۰ ځانمرګي برید وشو انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستان حکومت دغه غوښتنه د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار په یوه مسجد کې د دوشنبې ورځې خونړي ځانمرګي برید وروسته کړې ده.

د چارو کارپوهان د دغه برید پړه، په پاکستاني طالبانو پورې اړوندو افرادو باندې وراچوي. برید د پولیسو په یو مرکز کې دننه مسجد کې وشو چې په کې ۸۴ کسان ووژل شول. ځېنې رپوټونو کې بیا د مړه شوو کسانو شمیر تر دې هم لوړ ښودل شوی دی.

د پاکستان پولیسو د پيښور د خونړي برید په ارتباط ۲۳ تنه نیولي

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ځانګړي استازي، فیصل کريم کنډي وويل چې مذاکراتي پلاوي به تهران او کابل ته واستول شي تر څو «له هغوي څخه ډاډ ترلاسه کړي چې خپله خاوره يې د پاکستان خلاف نه کارول کيږي.»

په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو یو لوړپوړي افسر د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې مذاکراتي پلاوي به «په لوړه سطحه خبرې اترې ولري.« هغه زیاته کړه: »کله چې موږ د لوړې سطحې خبره کوو... معنی يې د افغان طالبانو مشر، هبت الله آخوندزاده دی.»

آیا پاکستان کولای سي د طالبانو له یاغیتوب سره مقابله وکړي؟

د فرانسې خبري آژانس له اسلام آباده ليکي چې پاکستاني طالبان د ملا هبت الله آخوندزاده په مشرۍ له افغان طالبانو سره مشترک نسب او نظریات لري. آخوندزاده خپل فرمانونه د افغانستان د کندهار له ښار څخه صادروي، چېرته چې ويل کيږي هغه په کې پټ اوسیږي.

یاد آژانس ليکي چې افغان طالبانو په سملاسي توګه په دې تړاو د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې خپله ملامتي دې پر افغانستان نه وراچوي. هغه وويل له پاکستانه غواړو چې «د خپل بام واوره دې د بل چا په بام نه وراچوي» او خپلې ستونزې دې په خپل کور کې حل کړي.

د پيښور په یوه جومات کې د برید د قربانیانو شمیر ۸۸ ته لوړ شوی

د متقي په يوه ويډيو کې چې پر ټولنیزو رسنیو هم خپره شوې، نوموړی وايي چې پاکستان دې د پېښور د بريد په هکله دقیقه څېړنه وکړي: «دا هيڅ امکان نه لري چې یو ځانمرګی، یا یو واسکټ، یا یو وړوکی بم یا بوشکه دې دومره غټ تخریب وکړي.»

په افغانستان کې د امریکايي قواوو د شل کلن حضور پر وخت، اسلام آباد تر ډيره له افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورن کېده، خو د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسيدلي د طالبانو او اسلام آباد تر منځ اړېکې د وخت په تېریدو سره خرابې شوې دي.

کوهاټ تونل کې ترافیکي پېښه؛ ۱۷ کسان مړه شوي

پاکستاني طالبان یا د تحریک طالبان پاکستان TTP ډله، په ۲۰۰۷م کال کې ایجاد شوه چې د پاکستان حکومت پر ضد جنګيږي. تېرکال افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې منځګړيتوب وکړ، خو تر منځ يې رامنځ ته شوی متزلزله اوربند مات شو.

 (AFP)mks/mns

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل