پاکستان: د امریکایانو د با مسوولیته وتلو غوښتونکي یو
۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه![Pakistan Shah Mehmood Qureshi, Außenminister](https://static.dw.com/image/45443643_800.webp)
اعلان
قریشي په دوحه کې د رویترز خبري آژانس ته وویل: «موږ د با مسوولیته وتلو غوښتونکي یو.«
هغه دغه څرګندونې هغه مهال وکړې چې ترې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهالویش په اړه پوښتنه وشوه.
قریشي زیاته کړه: «دا یوه مهمه ورځ ده [...] هیله لرم چې دا به په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره زمینه برابره کړي.«
امریکا متحده ایالات او طالبان د شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې سره یو تړون لاسلیکوي چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه په مشروط او تدریجي ډول وځي او په بدل کې یې طالبان له ترهګرو سره خپلې اړیکې شلوې او بین الافغاني مذاکرات پیلوي.