«پاکستان له افغانستانه د ۷۶ ترهگرو د ورسپارلو غوښتنه کړې»
۱۳۹۵ بهمن ۲۹, جمعهد پاکستان «ډان» او همداشان «ایکسپرس ټریبون» ورځپاڼو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې (آی اس پي آر) د مشر تورنجنرال آصف غفور له قوله لیکلي دي چې د افغانستان سفارت چارواکي جي اچ کیو، ته ورغوښتل شوي ول.
آصف غفور د ټویټر په پیغام کې هم لیکلي دي: «د ۷۶ ترهگرو لېست چې په افغانستان کې پټ دي ورکړل شوی دی. د هغوی پر ضد د سملاسي اقدام/ پاکستان ته د سپارلو غوښتنه شوې ده.»
د پاکستان ایکسپرس ټریبون ورځپاڼي لیکلي دي چې دغه گام په پاکستان کې د وروستیو ترهگرو بریدونو په تړاو اخیستل شوی دی.
رپوټ زیاتوي چې د پنجشنبې په ماښام د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه، له خوا وروستیو ترهگریزو بریدونو ته د غبرگون ښوولو سملاسي وروسته له افغانستان سره پاکستان خپلي ټولي پولي وتړلې.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانگې مشر تیر ماښام هم د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي وو چې د امنتیي دلایلو له کبله به د پاکستان – افغانستان پوله تر بل امره پوري تړلې پاته وي.
د ترهگرو پیښو څپه
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه د تندلارو د ځپلو هوډ څرگند کړی دی. په پاکستان کې په تیرو څو ورځو کې ترهگریزو بريدونو تر سلو ډیر کسان وژلي دي.
رپوټ زیاتوي چې په روانه میلادي اوونۍ کې د طالبانو او داعش له لوري د ځانمرگو بریدونو، په لاس د جوړو شوو بمونو چاودنو او د فیرونو لړۍ دغه هیواد له یو ډول شوک سره مخامخ کړی دی.
تیر ماښام د تندلاري ډلې «اسلامي دولت» یا داعش ځانمرگي برید د سندهـ ایالت په سیهون کې د لعل شهباز قلندر په زیارت کې ۷۰ تنه ووژل. په سیهون کې د یوه ځایي روغتون ډاکټر معین احمد ویلي دي چې د جمعې په ورځ د مړو شمیر ۷۵ کسانو ته لوړ شوی دی.
زیاته شوې ده چې په چاودنه کې ۲۵۰ کسان ټپیان شوي دي چې د هغوی له ډلې د ۵۰ تنو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی. د معین احمد په خبره ښایي د مړو شمیر تر دې هم زيات شي.
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له دفتر څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې هغه دغه برید غندلی دی او ویلي دي چې د خپل هیواد د ساتلو له پاره به هر «ممکن څه وکړي.»
د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه هم هوډ څرگند کړی دی چې د طالب یاغیانو پر ضد به روان عملیات ادامه ولري او په وینا یې د وینې د هر څاڅکي غچ به واخلي.
د منور محسر په نوم یوه ځایي چارواکي ویلي دي چې د پاکستان سندهـ ایالت د زیارت د قربانیانو د یادون درې ورځي رسمي ویر اعلان کړی دی او په وینا یې ښایي د جمعې په ورځ ناوخته د مړو جسدونو خاورو ته سپارل پېل شي.