پاکستان له سعودي عربستان څخه د پور مودې غځولو غوښتنه کړې
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۲, دوشنبه
د پاکستان له خراب اقتصاد سره د مرستې په توګه پاکستان غواړي د سعودي عربستان له لوري د ورکړل شوي پور موده وغځوي. سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې پاکستان ته میلیاردونه ډالر پور ورکړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/SPA
اعلان
د یکشنبې په ورځ (د مې میاشتې پر ۱مه نیټه) پاکستان او سعودي عربستان وویل چې د دواړو هیوادونو جګپوړي چارواکي له پاکستان سره د ۳ میلیاره ډالرو د مرستې مودې پر غځولو خبرې کوي څو د اسلام آباد سره مرسته وکړي چې خپل اقتصاد په پښو ودروي.
د خلیج د حوزې د نفتو بډایه هیواد سعودي عربستان د اوږدې مودې راهیسې د استخباراتو په برخه کې د پاکستان نیږدې متحد دی او همدا راز د مالي ستونزو په وخت کې سعودي عربستان بیا له پاکستان سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مرستې هم کوي.
د سعودي عربستان له لوري له پاکستان سره د مرستې دغه تازه هڅې دغه هیواد ته د پاکستان د نوي لومړي وزیر شهباز شریف تر سفر وروسته عملي کیږي. د پاکستان نوي لومړي وزیر داسې مهال د حکومت واګې په لاس کې واخیستې چې پاکستان له خورا بد اقتصادي وضعیت سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې د پیسو پړسوب خپل اوج ته رسیدلی دی. سربیره پر دې، په پاکستان کې بې کاري او د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت کمیدل هغه ستونزې دي چې شهباز شریف او پاکستان ورسره اوس مخامخ دي.
انځور: ISPR
د پاکستان او سعودي عربستان له لوري په خپره شوې یوه ګډه اعلامیه کې راغلي چې د سعودي عربستان شاهي هیواد به د پاکستان له اقتصاد سره مرستې او ملاتړ ته ادامه ورکړي او زیاتوي چې د هغو ۳ میلیارده ډالرو مرستې د مودې پر غځولو یې بحث او خبرې کړي دي چې له وړاندې نه د پاکستان مرکزي بانک ته ورکړل شوي دي.
په عین حال کې سعودي عربستان همدا راز ژمنه کړې چې له پاکستان سره د نفتي موادو د لا ښه مالي ملاتړ په برخه کې هم مرسته وکړي. په پاکستان کې د اوږدې مودې راهیسې د تیلو بیې مخ پر لوړیدو دي او د سویلي آسیا دغه هیواد د بریښنا له کمښت سره هم لاس او ګریوان دی.
د سعودي عربستان او پاکستان له لوري دغه ګډه اعلامیه داسې مهال خپریږي چې د پاکستان او د پیسو له نړیوال صندوق ترمنځ هم د میلیاردونو ډالرو مرستې پر سر خبرې روانې دي. پاکستان اوسمهال د پیسو له نړیوال صندوق سره هم په مذاکراتو بوخت دی څو د ۶ میلیارده ډالرو مالي پروګرام په چوکاټ کې پاکستان ته پیسې انتقال کړي خو د معلوماتو له مخې، دغه مذاکرات په پاکستان کې د اصلاحاتو د سست بهیر له کبله له بنبست سره مخامخ شوي دي. تیره میاشت د پاکستان د نغدو پیسو زیرمه ۱۱ میلیارده ډالرو ته ورسیده او دغه هیواد د پیسو له کمښته هم کړیږي.
انځوریز رپوټ: په پاکستان کې د بې باورۍ رایې کله او چا ته ورکړل شوي؟
په پاکستان کې عمران خان دریم داسې لومړی وزیر شو، چې پر وړاندې یي د نه باور پروسه پیل شوه. مخکې تر دې بی نظیر بهټو او شوکت عزیز هم له دې بهیر سره مخامخ شوي ول. دا چې دا کله او څنګه وشول په دې انځوریز رپوټ کې یي لوستلی شئ.
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images
د عمران خان پر ضد د نه باور یا عدم اعتماد رایې بهیر
د پاکستان مسلم لیګ «ن» مشر شهباز شریف د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۲۸ د لومړي وزیر عمران خان پر ضد په ولسي جرګه کې د نه باور یا عدم اعتماد رایي بهیر غوښتنه وکړه. اپوزیسیون پر عمران خان تور لګولی و چې نوموړی په دغه هیواد کې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز خراب وضعیت مسئول دی. د پارلمان له ۳۴۲ چوکیو څخه د پاکستان له تحریک انصاف ګوند سره ۱۵۵ چوکې دي او د نه باور وړ رایې له پاره ۱۷۲ رایې پکار وې.
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance
هیواد له قانوني بحران سره مخ دی
ټاکل شوې وه چې د اپریل په دریمه د عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحریک بهیر عملي شي، خو داسې ونه شول. ځکه د عمران خان پر غوښتنه ولسمشر عارف علوي د پارلمان دواړه شوراګانې منحل کړې. د سیاسي او قانوني شنونکو په حواله په پارلمان کې د نه باور رایې پروسې تر وړاندې کیدو وروسته شوراګانې نه شي منحل کیدلی او اوس دغه وضعیت د پاکستان له پاره پر یوه نوي سیاسي بحران بدلیدلی شي.
انځور: Aamir QURESHI/AFP
د شوکت عزیز پر ضد د نه باور رایې پروسه
تر دې مخکې په ۲۰۰۶م کال کې هم اپوزیسیون د هغه وخت د لومړی وزیر شوکت عزیز پر وړاندې د نه باور رایې بهیر پیل کړی و. دا د پاکستان په تاریخ کې دویم ځل وو چې د یوه لومړي وزیر پر ضد د عدم اعتماد تحریک یا د نه باور رایې ترسره کیدو غوښتنه شوې وه. پر شوکت عزیز د فساد تور لګول کیدو وروسته دغه اقدام عملي شوی وو.
انځور: Yu Jie/HPIC/picture alliance
یو وار بیا د عدم اعتماد تحریک ناکامي
د شوکت عزیز پر ضد د نه باور رایې پروسې د بریالیتوب له پاره اپوزیسیون ۱۷۲ رایو ته اړتیا درلوده، خو د هغه وخت اپوزیسیون وکولی شول یوازې ۱۳۶ رایې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د هغه وخت لومړي وزیر شوکت عزیز ۲۰۱ رایي ترلاسه کړې. په دې توګه د عزیز د بی اعتماده کولو پروسه هم ناکامه شوه.
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance
د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د بی باورئ رایې بهیر
د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د بی باورۍ رایې پروسه په ۱۹۸۹م کال کې د بی نظیر بهټو پر وړاندې پر مخ وړل شوې وه. د مسلم لیګ ګوند څخه پخواني لومړي وزیر نواز شریف په هغه وخت کې د دې بهیر پیلولو پر مهال پر بی نظیر بهټو تور لګولی و چې د هغې تګلارې په هیواد کې د درځ پيدا کیدو سبب کیږي او دا په پریکړو کې د نورو سیاسي ګوندونو او قوتونو غوښتنې په پام کې نه نیسي.
انځور: ZUMA Wire/IMAGO
د نه باور رایې له بهیر څخه په کامیابۍ سره د بی نظیر وتل
د ۱۹۸۹م کال د نومبر په ۲ نیټه د پاکستان د هغه وخت پارلمان چې ۲۳۷ غړي یي درلودل د نه باور رایې پروسې په اړه رای اچونه وکړه. ۱۰۷ استازو د بی نظیر پر ضد او ۱۲۵ یي په ملاتړ خپلې رایې کارولې وې. اپوزیسیون ته د بریالیتوب له پاره ۱۱۹ رایې پکار وې. په دې توګه هغوې یوازې د ۱۲ رایو په توپير سره په دغه پروسه کې بریالي نه شول. د پنجاب لومړي وزیر نواز شریف دغه کار د اپوزیسیون اخلاقي برتري بللې وه.
انځور: K.M. Chaudary/AP/dpa/picture alliance
انځورونه1 | 6
اقتصاد پوه ډاکټر قیصر بنګالي له پاکستان سره د مالي مرستو په هکله د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «له هر هیواد څخه هر څومره نغدي مرستې چې ترلاسه کیږي هغه به زموږ اقتصادي وضعیت ته په کتو سره زموږ له هیواد سره مرسته وکړي.» هغه زیاتوي چې تر کومه به موږ خپل هیواد په قرض او مرستو چلوو؟ د هغه په باور دغه سیاست به د راتلونکو پنځو کلونو له پاره نتیجه ورنکړي.
په وروستیو کلونو کې سعودي عربستان له پاکستان سره ۴،۲ میلیارده ډالر مرسته کړې چې له دې ډلې ۳ میلیارده ډالر یې له وړاندې نه د پاکستان مرکزي بانک ته ورسپارلي دي او پاتې ۱،۴ میلیارده ډالر یې له پاکستان سره د نفتي موادو په توګه مرسته کړې.