پاکستان له ياغيانو سره د سولي پر پاليسۍ کار کوي
۱۳۹۲ شهریور ۱۸, دوشنبهپه پاکستان کې د سیاسي گوندونو مشرانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د دغه هیواد د پوځ چارواکو په اسلام آباد کې له پاکستاني یاغیانو سره د خبرو اترو پر لارو چارو خبرې وکړې.
په وروستیو وختونو کې په پاکستان کې تاوتریخوالي زیات شوی دی. اوس د دغه هیواد د خیبر پښتونخوا ایالت تر بل هر وخت ډیر له تاوتریخوالي سره مخامخ دی. په همدې حال کې د دې هیواد په نورو ښارونو کې هم یاغیان او افراطي اسلامپال د پیاوړي کیدو په حال کې دي.
اوس چې پاکستاني چارواکي له یاغیانو سره د خبرو اترو په اړه بحث کوي، کیدای شي چې د امریکا متحده ایالاتو چې تل له پاکستان څخه د یاغیانو پر ضد د سختو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کوي غوسه راوپاروي. امریکا متحده ایالات پخپله هم غواړي چې په افغانستان کې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي چې ویل کیږي مشران یې په پاکستان کې پټنځایونه لري. خو دغه هیواد له پاکستان څخه غواړي چې په دې بهیر کې له امریکا او لویدیځې نړۍ سره مرسته وکړي او په ښه نیت طالبان او نورې یاغي ډلې د خبرې اترو میز ته راولي.
واشنگټن ویلي دي چې د پاکستاني حکومت او په دغه هیواد کې د میشتو یاغیانو تر منځ د سولې پخوانیو تړونونو دغه یاغیان نور هم زړه ور کړي ول. ویل کیږي چې په افغانستان کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه د هغو یاغیانو له خوا ترسره کيږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته اوړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې پخپله د ترهگرۍ او د یاغیانو د بریدونو قرباني دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودھری نثار علی خان، وویل چې د دغې غونډي په ترڅ کې به د پاکستان د ترهگرۍ پر ضد لومړۍ پالیسې جوړه شي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څه نا څه دیارلس کاله مخکې له نړیوالې ټولنې سره د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې شریک شو.
د دغې غونډې مشري د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف، کوي. هغه له خپل اپوزیسیون څخه غوښتي دي چې له یاغیانو سره د هغه د خبرو اترو ملاتړ وکړي. شریف د لومړي وزیر په توگه د کار تر پیلېدو وروسته پخپله لومړۍ وینا کې ویلي ول: «زه ټول هغه کسان خبرو اترو ته رابلم چې په خواشینۍ سره یې د تاوتریخوالي لاره خپله کړې ده.»
په همدې حال کې نواز شریف روښانه کړې ده چې که یاغیان د سولې بلنه و نه مني نو د هغه حکومت به یې پر ضد د نورو لارو چارو په اړه هم فکر وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر روښانه کړې ده چې د ترهگرۍ پر ضد په پلان شوې پالیسي کې له ترهگرۍ سره د مبارزې د دوو ادارو د جوړیدو په اړه فکر شوی دی.