1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان لویدیځ ته د تلونکو افغانانو د پاتې کیدو مهلت غځولی

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

د یوه رپوټ پر بنسټ په پاکستان کې هغه افغانان چې په لویدیځو هیوادونو کې د پناهندګۍ کارونو پروسس ته په تمه دي، کولی شي د ۲۰۲۴م کال د فیبرورۍ تر پایه پورې په دغه هیواد کې پاتې شي.

Pakistan | Migranten aus Afghanistan
انځور: Sophie Kirby/DW

د «ډان» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د پاکستان حکومت د دغو پناه غوښتونکو اخراج د دوو نورو میاشتو له پاره غځولی دی.

دا کار د هغو په زرګونو افغانانو په برخه کې هم صدق کوي چې المان ته د انتقالیدو له پاره په پاکستان کې انتظار باسي. هغه افغانان چې له المان څخه یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده، د ویزې ترلاسه کولو او امنیتي بررسۍ له پاره پاکستان ته ځي، ځکه المان په افغانستان کې سیاسي نمایندګي نه لري.  

دغه مهلت د هغو افغانانو له پاره هم اعتبار لري چې بې له اجازې په پاکستان کې اوسیږي، خو د پناهندګۍ یا ویزې پروسه یې د لویدیځو هیوادونو په سفارتونو کې جریان لري.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د پاکستان حکومت د دې مهلت د نه مراعتولو نقدي جریمه له ۸۰۰ ډالرو ۴۰۰ ډالرو ته را ټيټه کړې ده.

د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د پاکستان حکومت بې اسناده بهرنیانو ته مهلت ورکړی وو چې د همدې میاشتې تر پایه پورې دې له دغه هیواد څخه ووځي. دغه هیواد په هغه وخت کې ویلي وو چې په پاکستان کې ۱،۷ میلیونه افغانان قانوني اسناد نه لري.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل