امریکايي پوځ هیله مند دی، چي د افغانستان څخه تر وتلو وروسته د پاکستان په خاوره کي یوه نظامي هوايي اډه ولري، خو پاکستان دغه غوښتنه رد کړې ده.
اعلان
د پاکستان په جنوبي ایالت، بلوچستان کي د یوې نوي نظامي هوايي اډې د جوړولو دپاره امادګۍ په پاکستان کي د یوه ممکنه امریکايي نظامي حضور اوازې راپورته کړي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼي (Dawn) د دې مطابق د پاکستاني پوځ لخوا د یوې ټوټې مځکي د اخیستلو خبر ورکړی دی. د پاکستان په عمومي اظهارو کي تر دې کار وروسته پرداسي یوې سناریو باندي بحثونه وسول، چي دامریکا متحده ایالات د افغانستان څخه تر وتلو وروسته د پاکستان په خاوره کي یوه نظامي هوايي اډې جوړول غواړي ، ترڅو د هوا له لاري د افغانستان د داخلي جنګ د کنټرول څخه د وتلو په صورت کي ژر مداخله وکولای سي.
خو د پاکستان حکومت ژر په دې موضوع کي مداخله وکړه او خارجه وزیر، شاه محمود قریشی یې د پاکستاني خبري ټلویزوني چینل، "Geo News" سره په یوه مصاحبه کي وویل، چي پاکستان نه پرېږدي، د افغانستان څخه د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته یوه هوايي نظامي اډه ورکړي.
قریشي همدارنګه وویل، چي « دا به د امریکا آرزو وي، چي په پاکستان کي دا ډول یوه قرارګاه ولري، خو هغو ته به دا ډول یوه اډه په اختیار کي ورنه کول سي. موږ باید خپلي علاقه مندۍ په نظر کي ونیسو.» په خبره یې د دغي تګلاري سره د پاکستان ټوله نور سیاسي احزاب توافق لري.
د رسنیو په حواله د همدې جون میاشتي په سر کي په اسلام اباد کي د امریکا د CIA رییس، ویلیم ج. برنس خبري هم بې نتیجې پایته ورسیدې. داسي معلومیږي، چي د پاکستان حکومت په دې مسأله کي پر خپل دریځ باندي ټینګ ولاړ دی.
د لندن د (King's College) څخه د تورستن ویچوسکي په نظر هم دا د امکان څخه لیري خبره ده، چي د پاکستان حکومت دي په خپله خاوره کي امریکا ته یوه هوايي نظامي اډه ورکړي. په خبره یې، « امریکايي اډو ته به د پاکستان په ملي حاکمیت کي د مداخلې او دغه هیواد د ملي علاقه مندیو خلاف یو عمل په سترګه وکتل سي.»
په پاکستان کي امریکايي ضد احساساتو ته په کتو سره به هغو ته د یوې اډې ورکولو تصمیم داخلي سیاسی ناارامي نوره هم ډیره کړي. ویچوسکي همدارنګه وویل، چي « امریکا ته د یوې هوايي اډې ورکول به د پاکستان د افراطي قوتونو سره کشمکشونه نور هم شدید کړي او بیا به هغه د پاکستان پر ثبات او امنیت باندي هم منفي اغیزه وکړي.»
سربیره پردې د تر اوسه پوري تجاربو پراساس په پاکستاني ولس کي د امریکا متحده ایالاتو سره نظامي ګډ کار ته د شک په سترګه کتل کیږي او ردیږي. د ملکي خلګو په منځ کي تلفاتو ته په کتو سره هم د داسي یوې اډې ورکول ردیږي.
د "Bureau of Investigative Journalism" (BIJ) د ارقامو پراساس د ۲۰۰۸ م کال د جون څخه د ۲۰۱۵ م کال تر جنورۍ پوري په پاکستان کي د امریکايي بې پیلوټه طیارو په عملیاتو کي د ۴۲۴ او ۹۶۹ تنو تر منځ ملکي خلګ وژل سوي دي.
په پاکستان کي امریکا ته د نظامي اډو د ورکولو جروبحثونه په همسایه هیواد افغانستان کي د امریکايي بې پیلوټه طیارو د عملیاتو په سبب هم د کرکي سره مخامخ دي.
د (BIJ) د ارقامو په حواله د ۲۰۰۸ م کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۰ م کال تر مارچ میاشتي پوري په افغانستان کي د امریکايي بې پیلوټه طیارو ۱۳۰۰۰ حملې حساب سوي دي. ویل کيږي ، چي په دغو حملو کي ۹۰۹ ملکي کسان وژل سوي دي.
د چین په نظر کي نیول
د ویچوسکي په خبره یو بل دلیل، چي پاکستان نه غواړي امریکا ته په خپله خاوره کي نظامي هوايي اډه ورکړي، هغه د پاکستان په همسایه توب کي د چین موجودیت او د هغه اندیښنې دي. دی وايي، « امریکايي نظامي اډې به د چین سره د پاکستان نژدې دوستانه مناسبات خراب کړي. د چین رهبري به په همسایه هیواد پاکستان کي امریکايي نظامي اډو ته د چین د محاصره کولو او مهارولو د یوه برخي په حیث وګوري».
سربیره پردې به دا کار د ایران سره هم د پاکستان پر روابطو منفي اثر وکړي.
آ./م.ق.ن./ا.ا.
د نړۍ پرمختللي بې پيلوټه الوتکي و پيژنۍ
تر ۲۰۰۷م کاله پوري يوازي امريکا داسي الوتکي لرلې چي له ليري کنتروليږي او بمونه هم وِ غورځوي. خو اوس تر ۳۰ زيات هيوادونه له دغي تکنالوژۍ څخه کار اخلي. انځورونه يې دلته کتلای سئ.
انځور: AP Photo/picture alliance
بې پيلوټه الوتکي هم په اکتشافي او هم په عملياتي ماموريت کي کارېدلای سي. دغه الوتکي هسک پرواز کوي او ډېر وخت په هوا کي پاتېدلای سي.
انځور: Liz Wolter/US Navy/picture alliance
Northrop Grumman X-47
د «بې» لړۍ دغه الوتکه چي رادار يې نسي پيژندلای په ۲۰۱۱م کال کي د امريکا د سمندري ځواکونو په اختيار کي ورکړل سوه. دغه الوتکه ۱۱متره اوږده او درې متره لوړه ده. دغه الوتکه ۱۲ زره متره لوړه الوتلای سي او د ۲۰۴۵ کيلوگرامه وسلې د انتقال وړتيا لري.
انځور: AP Photo/picture alliance
CH-5
د سي آچ پنځه لړۍ دغه بې پيلوټه الوتکه د امریکا تر «MQ-9-Reaper» پاته نه ده. دغه الوتکه کولای سي ۶۰ ساعته په هوا کي پاته سي او ۲۴ راکټه لري. د دغو الوتکو نوی ماډل به ۱۲۰ ساعته په هوا کي د پاتېدو توان ولري او۱۰ زره کيلومتره واټن به وهلای سي.
انځور: Shan He/dpa/picture alliance
General Atomics MQ-1
دغه بې پيلوټه الوتکه چي «MQ1» نوميږي له ۱۹۹۵م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پوري د امريکا د پوځ تر ټولو مهمه اکتشافي الوتکي بلل کېدلې. له دغو الوتکو څخه په افغانستان کي ډېر کار اخيستل سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/T. Lopez
General Atomics MQ-9
دغه «MQ-9» ډول بې پيلوټه لوتکي په ۲۰۰۷م کال کي د امريکا پوځ په اختيار کي ورکړل سولې. دغه لوتکه کولای سي ۲۷ ساعته په هوا کي پاته سي او ۱۳۶۱ کيلوگرامه مهمات انتقال کړي.
انځور: Reuters/J. Smith
RQ-4 Global Hawk
د امريکا د پوځ دغه بې پيلوټه الوتکه چي «4-RQ» ياديږي ۴۰ ساعته په هوا کي د پاتېدو توان لري او له ۲۰ کيلومترۍ ارتفاع څخه د معلوماتو راټولولو توان لري.
انځور: Imago/US Air Force
Heron
د اسرائيلو د هرون په نوم بې پيلوټه الوتکه د آلمان، هند، آستراليا، فرانسې، برازيل، ترکيې، کاناډا، امريکا او ويتنام د پوځونو په اختيار کي دي. له دغو الوتکو څخه د ليري واټن عملیاتو له پاره کار اخيستل کيږي. ځکه دغه الوتکه په ۱۰ کيلومتره ارتفا سره د ۳۰ ساعتونو پرواز توان لري.
انځور: Imago Images/StockTrek Images/O. Zidon
IAI Harop
د هاروپ په نوم انتحاري بې پيلوټه الوتکو په برخه کي د اسرائيلو فضايي سنايع په نړۍ کي خپل ځای پیدا کړی دی. دغه الوتکه زر کيلومتره واټن ۶ ساعته پرواز او ۲۳ کيلوگرامو چاودېدونکو موادو د انتقال وړتيا لري.
انځور: Getty Images/AFP/E. Piermont
Northrop Grumman MQ-8
د امريکا متحده ايالاتو دغه څرخۍ بې پيلوټه لوتکه په عمودي ډول د ناستي او پرواز وړتيا لري. د «بې» لړۍ دغه الوتکه په ټانک ضد او هوا څخه مځکي ته راکټونو باندي سمبال ده. دغه شان ۳۰ الوتکي د امريکا د پوځ په اختيار کي ورکړل سوي دي.
انځور: US Navy/picture alliance
Bayraktar TB2
ترکيه هم په وروستيو کلونو کي د بې پيلوټه الوتکو په يوه قدرت بدله سوې ده. د دغه هيواد د «سلجوق بايراکدار» په نوم شرکت دغه بې پيلوټه الوتکي جوړوي.
انځور: Murat Cetinmuhurdar/Turkish Presidency/handout/picture alliance / AA
TAI Anka
ترکيې دغه راز د «آنکا» په نوم گړندۍ بې پيلوټکه الوتکي هم جوړي کړي دي. دغه الوتکي ۲۶ ساعته په هوا کي د پاتيدو او ۲۰۰ کيلوگرامه مهماتو د انتقال توان لري. خو دغه الوتکي تر ۲۰۰ کيلومترۍ پوري عمليات کولای سي.
انځور: TAI
شاهد ۱۲۹
ايران هم د بې پيلوټه الوتکو په جوړولو پيل کړی دی، چي په دې کي د ابابيل، مهاجر، شاهد، شاهد ۱۲۹، اس ۱۱۲۰، فطرس، رعد، شاهد ۱۲۳ او کمان ۱۲ نومونه د يادولو وړ دي. شاهد ۱۲۹ (په انځور کي) له ۲۰۱۳م کال راهيسي توليديږي چي ۲زره کيلومتره واټن وهي او د ټانک ضد څلور راکټونه لېږدوي.
روسيې ويلي دي چي تر ۲۰۲۴م کاله پوري به د خپل پوځ په اختيار کي داسي بې پيلوټه الوتکي ورکړي چي وکولای سي ۲ ټنه مهمات انتقال، په ساعت کي ۱۰۰۰ کيلومتره واټن ووهلای سي او د عملیاتو ساحه يې تر ۶۰۰۰ کيلومترو پوري ورسيږي.