1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« غیرمسلمان زده کوونکو له پاره اسلامي درسونه جبري نه دي»

۱۴۰۲ بهمن ۵, پنجشنبه

د پاکستان حکومت د یوې تازه پرېکړې له مخې، د دغه هېواد په ښوونځیو کې نامسلمان زده کوونکي اړ نه دي چې په اسلامي درسونو کې ګډون وکړي. کاتولیکانو د دې پريکړي هرکلی کړی دی.

Pakistan Hyderabad | Binnenflüchtlinge, Unterricht für Kinder
انځور: Akram Shahid/AFP/Getty Images

پهپاکستان کې د مسیحي روحیانیونو یوه کنفرانس د دغه هيواد د تازه پرېکړې هرکلی کړی او له حکومت څخه یې مننه کړې ده، چې د دغه هېواد په نصاب جوړولو کې یې د کاتولیکانو مذهبي مشران ورګډ کړي.

په پاکستان کې د مذهبي روحانیونو کنفرانس د ملي عدالت او سولې کمېسیون مشر نعلیم یوسف ګیل د چهارشنبې په ورځ د اسیا د کاتولیکانو خبري اژانس «یوکانیوز»  ته وویل، چې د غیرمسلمانو زده کوونکیو له پاره د اسلامي زده کړو ویلو شرط  لېرې کولو سره سره د دغې پرېکړې عملي کول هم لویه ننګونه ده.

هغه دې ټکي ته اشاره وکړه: «زموږ په هېواد کې د اقلیتونو له پاره کېدونکې پرېکړې یا حکمونه له ناکامۍ سره مخ کېږي.»

راولپنډۍ، پاکستان کې د کتابونو دودیز بازارانځور: DW

نوی درسي نصاب چې سږ کال به تطبیق شي، پکې له لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې دیني مضامین د مسیحي، بودايي، هندویزم، سیک او زردشتي مذهبي اقلیتونو له پاره شامل دي.

پاکستان  د جنوبي اسیا هېوادونو په ډله کې هغه هېواد دی، چې د ښوونیز سیستم له پاره تر ټولو کمه بودیجه لري. د یوکانیوز د رپوټ په حواله، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د دې هېواد ښوونیزې بودیجې یوازې ۱،۷ سلنه له داخلي ناخالص تولید څخه د زده کړو له پاره ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کولتوري ادارې «یونسکو» د معلوماتو له مخې، د نړۍ په کچه ۵۰۰ میلیونه هغه چې له زده کړو بې برخې دي، په لسو هېوادونو کې ژوند کوي. هندوستان له زده کړو څخه د بې برخې ۲۵۶ میلیونه کسانو په لرلو سره د جدول په سر کې دی. پاکستان د ۵۲،۲ میلیونه کسانو په لرلو سره دویم او بنګله دېش بیا له زده کړو څخه د بې برخې ۴۳،۸ میلیونه کسانو په درلودلو سره په دریم مقام کې دی.

hm/af (KNA)

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

04:07

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل