پاکستان وايي د افغانستان پولي ته نږدې يې ۱۹ وسله وال وژلي دي
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه
د پاکستان پوځ دغه جنګيالي «خوارج» بللي دي، هغه لقب چي دوی يې د پاکستاني طالبانو ته ورکوي. که څه هم پاکستاني طالبان د افغان طالبانو متحد بلل کيږي، خو دوې جلا ډلي دي.
د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي د چهارشنبې ورځي په عملياتو کي ۱۴ وسله وال د خيبر پښتونخوا ایالت په مومند سيمه کي د افغانستان پولي ته نږدې او پنځه نور د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په عملياتو کي وژل سوي دي.
پاکستاني طالبان چي د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هم پيژندل کیږي، تيره اونۍ ئې په بنو کي پر يوې امنيتي پوستې په بريد کي ۶ عسکر ووژل.
دغه بريدونه دوې ورځي وروسته له هغه وسول چي د پاکستان پوځ يو غړی عدنان اسلم د سختو ټپونو له امله د پاکستان په يوه روغتون کي مړ سو. اسلم د سپتمبر مياشتي پر ۲ په بنو کي پر يوې پوستې باندي په بريد کي ټپي سوی وو.
هغه ويډيو چي په ټولنيزو رسنيو کي لاس پر لاس کيږي، ښوول کيږي چي اسلم د بريد پرمهال د يوه ټپي سوي عسکر ساتنه کوي او وروسته پر يرغلګرو باندي فايرونه کوي او له دې سره چي ټپي دی يو بريدګر وژني.
عدنان اسلم د يوه اتل په شان ستايل سوی او د پاکستان لومړي وزير شهاز شريف او د پوځ مشر عاصم منير د هغه د جنازې په مراسمو کي ګډون وکړ.
په پاکستان کي د وسله والو ډلو بريدونه ډېر سوي دي چي ډېر يې پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو د دغه هيواد په جنوب لوېديځ کي کړي دي.