1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور ۱۵زره افغانان له پاکستانه وتلي»

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ وويل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې ۱۵ زره افغان مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او پاکستان وایي چې باید دغه هېواد پرېږدي.

په تورخم کې پر لاریو بار د افغان مهاجرو کډې - پاکستان وايي هره ورځ د تورخم له لارې شاوخوا ۱۰زره کسان له پاکستانه افغانستان ته اوړي
په تورخم کې پر لاریو بار د افغان مهاجرو کډې - پاکستان وايي هره ورځ د تورخم له لارې شاوخوا ۱۰زره کسان له پاکستانه افغانستان ته اوړي انځور: Hussain Ali/ZTUMAPRESS/picture alliance

د پاکستان د رسمي ارقامو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ ميلیونه افغانان ژوند کوي چې له ډلې ېې ۱.۷ میلیونه ېې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

پاکستان تېره میاشت هغو افغانانو ته چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي. غربي هېوادونو او د بشري حقونو نړېوالو ډلو د پاکستان پر دغې پرېکړې نيوکې کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۵مه) وويل چې تر اوسه له ۲۰۰ زرو ډېر افغان مهاجر له پاکستانه وتلي دي.

تورخم، چمن، انګور اډه او خرلاچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولو باندې هغه لارې دي چې افغان مهاجر پرې له پاکستانه افغانستانته داخلیږي.

لوړ پوړي پاکستاني چارواکي فضل ربي چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د افغانانو د اخراج له پروسې نظارت کوي، د یکشنبې په ورځ وويل چې هره ورځ د تورخم له لارې شاوخوا ۱۰زره کسان افغانستان ته اوړي. هغه وویل له ۹۰ سلنې ډېر افغان مهاجر په خپله خوښه ستنیږي.

د رپوټونو مطابق په پاکستان کې میشت افغان مهاجر او د بشري حقونو فعالان وايي چې پاکستاني پولیس او چارواکي له افغان مهاجرو سره بد سلوک کوي تر څو ېې هغوی افغانستان ته تلو ته مجبور کړي وي. ځينو افغان مهاجرو ادعا کړې چې پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی، پېسې ورنه اخلي او آن توقیفخانو ته يې اچول کیږي.

 (dpa)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل