1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

چين پاکستان سره د ۱.۳ میليارډ ډالرو د پور قرارداد تمدید کړ

۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبه

د پاکستان ماليې وزیر وايي چې د چین صنعتي او اقتصادي بانک سره يې د ۱ اعشاريه ۳ ميليارډ ډالرو د پور قرارداد تمدید کړی دی. اشفاق ډار وويل دغه اقدام به د پاکستان د بهرنیو اسعارو مخ په ختمېدونکې زیرمو له تقويې سره مرسته وکړي.

Pakistan | Rupee
انځور: Imago Images/Panthermedia

د رويټرز خبري آژانس په حواله د چین یاد بانک د جمعې په ورځ دا خبره تائید کړه چې پاکستان سره یې د یو اعشاریه درې میلیارډ امریکايي ډالرو د پور یو قرارداد غځولی دی. دغه معامله داسې وخت شوې چې د رپوټونو مطابق پاکستان دا وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی چې له هغې جملې د بهرنیو اسعارو زیرمې يې مخ په کمېدو دي.

ډار وویل چې دغه مقدار پیسې به په درو قسطونو کې دوی ته وسپارل شي چې له هغې ډلې لومړنی قسط يې چې ۵۰۰ میلیونه ډالره دی، د پاکستان مرکزي بانک ترلاسه کړی دی. وزیر زیاته کړه چې «دې سره به د بهرنیو اسعارو زیرمې تقويه شي.» پاکستان تر دې مخکې د خپلو بهرنیو اسعارو د زيرمو د تقويې په خاطر له چین څخه ۷۰۰ میلیونه ډالرو پور ترلاسه کړی دی.

ورته نور مطالب:آیا پاکستان به هم د سريلانکا په برخلیک اخته شي؟

د پاکستان ماليې وزير وویل چې هیواد يې په روان مالی کال کې چې په جون میاشت کې پای ته رسيږي، د خپلې مالي تشې د ډکولو له پاره ۵ ميليارډو ډالرو ته اړتیا لري.

د چین صنعتي او اقتصادي بانک د جمعې په ورځ دا خبره تائید کړه چې پاکستان سره یې د یو اعشاریه درې میلیارډ امریکايي ډالرو د پور یو قرارداد غځولی دیانځور: picture-alliance/dpa/R. Dela Pena

پاکستان به نورې بهرنۍ مالي مرستې یوازې د پیسو نړېوال صندوق (IMF) څخه د یو تړون تر لاسلیک کېدو وروسته ترلاسه کړي، کوم چې ډار وايي تر راتلونکو درو اوونیو پورې به لاسلیک شي.

ورته نور مطالب: شریف: مجبور یو د پیسو نړیوال صندوق سخت شرایط ومنو

اسلام آباد د تېرې میاشتې له پیل راهیسې له پور اخیستونکو سره پر مذاکراتو بوخت دی. که چېرته پاکستان په دغو مذاکراتو کې بریالی شي، په هغه صورت کې به د ۲۰۱۹م کال توافق پر اساس، له خپلو پور اخیستونکو څخه یو ميليارډ ډالر ترلاسه کړي. د پاکستان او پور ورکونکو ترمنځ په ۲۰۱۹م کال پاکستان ته د ۶نیم میلیارډ ډالرو د پور پر یوې معاملې توافق شوی دی.

پاکستانۍ کلدارې په وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د وخت په تېریدو خپل ارزښت په بېسارې توګه له لاسه ورکړی دی. دا وخت د یو امریکايي ډالر قیمت نژدې ۳۰۰ پاکستانيو کلدارو ته ځان رسولی دی.

ورته نور مطالب: امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

د پاکستان ماليې وزير اشفاق ډار ويلي دي: «که خدای غوښتل موږ به دغه هیواد له دغه دلدل څخه راوباسو.»

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب