پاکستان: وسله والو يو سيمه ايز چارواکی او درې نور کسان وژلي
۱۴۰۴ آذر ۱۱, سهشنبه
د خيبرپښتونخوا ايالت د بنو سيمي د پوليسو يوه چارواکي علم خان، ويلي دي چي وژل سوی کس شاه ولي نومېدی او د افغانستان پولي ته نږدې په ميرانشاه کي دنده لرله.
دغه پيښه يوه ورځ وروسته له هغه رامنځته سوې ده چي په لکي مروت کي د پوليسو يوه موټر ته نږدې په چاودنه کي د پوليسو يو قوماندان ووژل سو.
تر اوسه پوري د دغه بريد مسئوليت کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی. خو تر دې مخکي د دغه شان ډېرو پيښو مسئوليت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستی يا هغوی پکښې مسئول بلل سوي دي. دغه ډله له افغان طالبانو څخه جلا ده خو د هغوی متحدين بلل کيږي.
په پاکستان کي تاوتريخوالی او له افغانستان سره يې پر اړيکو اغېز
پاکستان په دې وروستيو کي د وسله والو ياغيانو د تاوتريخوالي د زياتوالي شاهد دی چي دې موضوع يې د طالبانو تر کنترول لاندي افغانستان سره اړيکي اغېزمني کړي دي.
اسلام آباد وايي، له هغه وخت راهيسي چي طالبان بيا په افغانستان کي واک ته رسېدلي دي، د پاکستاني طالبانو ډله په افغانستان کي آزاد فعاليت کوي. خو افغان طالبان دغه ادعاوي ردوي.
د دغو دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ په اکتوبر مياشت کي تاوريخوالی هغه مهال زيات سو چي د طالبانو ادارې پاکستان پر کابل باندي د بې پيلوټه الوتکي په بريد تورن کړ. تر هغه وروسته د دواړو هيوادونو په سرحدونو کي نښتي رامنځته سوې چي پکښې په لسونو پوځيان او ملکيان ووژل سول.
وروسته بيا د قطر هيواد په منځګړيتوب د اکتوبر مياشتي پر ۱۹ نېټه د دواړو ګاونډيو ترمنځ اوربند وسو چي تر ډېره حده اوس هم پر ځای پاته دی. خو د يوې باثباته موافقې له پاره په استانبول کي د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو دوه پړاونه بې نتجې پای ته ورسېدل.