1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: وسله والو کسانو د بشري مرستو پر کاروان برید کړی

زمزمه نیازۍ | د د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۵, شنبه

وسله والو بریدګرو د شنبې په ورځ په کُرمه کې د بشري مرستو پر کاروان برید کړی. په دغه برید کې یو شمېر دولتي مامورین هم ټپیان شوي دي. دا سیمه په وروستیو میاشتو کې د فرقه ییزو جګړو شاهده وه.

کرمه ورستیو کې د درنو جګړو شاهده وه.
دغه پیښه وروسته له اوربنده به دغې سیمه کې رامنځته شوېانځور: Basit Gilani/AFP

د پاکستان په شمال لوېدیځ کُرمه سیمه له څو لسیزو راهیسې د شیعه او سنیانو ترمنځ د تاوتریخجنو مذهبي جګړو شاهده ده. دا برید په داسې حال کې شوی، چې درې ورځې وړاندې په سیمه کې اوربند اعلان شوی و.

د ۲۰۲۴ کال د نومبر له میاشتې راهیسې چې د شخړو د نوی پړاو له پیل، د شیعه او سنیانو ترمنځ په شخړو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول. په دې غرنۍ او لرې پرتې سیمه کې چې له افغانستان سره پوله لري، شخړې دومره شدیدې شوې چې د دې سیمې اړیکې له نړۍ سره تقریبا پرې شوي دي دي.

د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د اوربند له اعلان سره سم، دغه کاروان چې له نوامبر میاشتې راهیسې د خوراکي او درملو د مرستو جوپې دغې سیمې ته وړلې پرې برید وشو.

کرمه؛د مذهبي ډلو تر منځ شخړو کې زیانمنې سیمې ته د مرستو رسول

02:41

This browser does not support the video element.

د ځايي چارواکو په وينا، په دغه بريد کې د کُرمې سیمې د کمیسار مرستیال په ګډون دوه نور چارواکي، دوه پوليس او د سرحدي ځواکونو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

چارواکو اعلان کړی، چې برید نن سهار شاوخوا یوولس بجې شوی او مرستیال کمشنر د نامعلومو وسله والو له خوا په نښه شوی، خو روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ نه دی .

د امنیتي ملحوظاتو له امله د کاروان تګ راتګ په موقتي توګه بند شوی دی.

آیا د پاکستان ضد ډلې په رښتیا هم په افغانستان کې فعالیت لري؟

28:52

This browser does not support the video element.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید د جنورۍ په لومړۍ نېټه اعلان شوي اوربند د ګډوډولو لپاره یوه «دسیسه» وبلله او ویې ویل چې «ورانکارو عناصرو» دا برید د سولې تړون ته د زیان رسولو لپاره کړی دی.

پاکستان یو سني اکثریتي هیواد دی، خو شیعه ګان د دغه هیواد د نفوس له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنې پورې جوړوي.دا دوه مذهبي فرقې په کُرمه کې سره یو ځای ژوند کوي، خو د ځمکې پر سر پرله پسې شخړې او مذهبي شخړې د شخړو د پراخیدو لامل کیږي.

د تاوتریخوالي اوسنی پړاو د ۲۰۲۴ کال په نوامبر کې هغه مهال پیل شو، چې د پولیسو تر ساتنې لاندې د شیعه مسلمانانو پر دوو جلا کاروانونو بریدونه وشول، چې ۴۰ کسان پکې ووژل شول.

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب